Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3او بیا د هارون نوم د لاویانو په امسا باندې ولیکه. د هر قبیلوي مشر دپاره دې یوه یوه امسا وي.
4دا امساګانې په مقدسه خېمه کې د لوظ د صندوق په مخ کې چېرته چې زه تاسو سره ملاقات کوم کېږده.
5بیا به د هغه نفر امسا غوټۍ ونیسي چې زه یې انتخابوم. په دې ډول به ستاسو په ضد د دغو اسراییلیانو پرله پسې شکایتونو ته د پای ټکی کېږدم.>
6حضرت موسیٰ د اسراییلیانو سره خبرې وکړې او د هغوی هر یو مشر حضرت موسیٰ ته امسا ورکړه، یعنې د هرې قبیلې څخه یوه یوه دانه چې ټولې دولس وې او د حضرت هارون امسا هم په کې شامله وه.
7بیا حضرت موسیٰ ټولې امساګانې په خېمه کې د څښتن د لوظ د صندوق مخې ته کېښودلې.
8په سبا ورځ کله چې حضرت موسیٰ خېمې ته ورننوت، هغه ولیدل چې د حضرت هارون امسا چې د لاوي د قبیلې نماینده ګي یې کوله تېغ وهلی. هغې غوټۍ کړې وې، ګلان یې نیولي وو او بادام یې کړي وو!
9حضرت موسیٰ هغه دولس امساګانې له خېمې څخه راوویستلې او خلکو ته یې ورښکاره کړې. هر مشر خپله امسا راپیدا کړه او هغه یې واخیسته.
10مګر څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
11لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هماغسې وکړل.
12اسراییلیانو حضرت موسیٰ ته فریاد وکړ او ویې ویل:
13حتیٰ هرڅوک چې مقدسې خېمې ته ورنژدې شي هغه به مړ شي. نو مونږ ټول به مړه شو!>