Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1بڅښتن حضرت هارون ته داسې وفرمایل:
2خپل خپلوان یعنې لاویان راوله چې ستا سره کار وکړي او ستا او ستا د زامنو سره د خېمې په کار کې مرسته وکړي.
3هغوی به تاته مسئول وي او د مقدسې خېمې ټولې وظیفې به ترسره کوي، خو هغوی باید د قربانۍ ځای یا هغو پاکو شیانو ته چې په مقدس ځای کې دي نژدې ورنه شي. که چېرې دا کار وکړي هغوی او تاسو دواړه به ووژل شئ.
4هغوی باید ستاسو سره کار وکړي او د خېمې د ټولو کارونو په اړه دې خپل مسئولیت ترسره کړي، مګر بل هیڅوک نه شي کولی چې تاسو سره کار وکړي.
5یوازې ته او ستا زامن باید د مقدس ځای او د قربانۍ د ځای دپاره وظیفې اجرا کړئ، ترڅو زما قهر بیا د اسراییلو په قوم باندې نازل نه شي.
6دا زه یم چې ستاسو خپلوان لاویان مې تاسو ته د مرستیالانو په توګه د اسراییلیانو څخه انتخاب کړي دي. هغوی ماته وقف شوي دي، ترڅو وکولی شي چې په مقدسه خېمه کې خپلې وظیفې سرته ورسوي.
7مګر یوازې ته او ستا زامن کولی شئ چې د قربانۍ په ځای او ډېر مقدس ځای کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړئ. د کاهنانو په توګه ستاسو کار زما له خوا تاسو ته یو سوغات دی او که بل څوک هڅه وکړي چې دا کار وکړي، هغه باید ووژل شي.>
8څښتن حضرت هارون ته وفرمایل:
9د ډېرو مقدسو نذرانو څخه چې په قربانګاه باندې نه سوزول کیږي، دا لاندینۍ نذرانې ستاسو دي: د غلې دانې نذرانې، د ګناه نذرانې او د تاوان نذرانې. هرڅه چې ماته د یوې مقدسې نذرانې په توګه وړاندې کیږي ستا او ستا د زامنو دي.
10څرنګه چې دا شیان مقدس دي نو باید په مقدس ځای کې وخوړل شي، مګر یوازې نارینه اجازه لري چې هغه وخوري.
11برسېره پردې، نورې خاصې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وړاندې کوي هغه به ستا وي. هغه به د تل دپاره تا، ستا زامنو او ستا لورګانو ته درکوم. ستا د کورنۍ هر غړی چې په مذهبي لحاظ پاک وي هغه خوړلی شي.
12د هغو ټولو اولنیو ښو محصولاتو څخه چې اسراییلیان یې هر کال ماته راکوي زه یې تاسو ته درکوم، یعنې د زیتونو تېل، د انګورو شربت او غلې دانې.
13د هغوی د پټیو او د انګورو د باغونو د فصلونو اوله برخه هم ستاسو ده. قوم به هغه ماته وړاندې کړي، بیا هرڅوک چې ستاسو په کورنۍ کې پاک وي له هغې څخه لږه اخیستلی شي.
14هرڅه چې په اسراییلو کې بې له کوم قید او شرط څخه ماته وقف شوي وي ستاسو به شي.
15په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشر زوی او د هغوی د رمو او پادو اولني زېږېدلي نران حیوانات زما دي. مګر مشر زوی او هر اولنی زېږېدلی ناپاک نر حیوان باید بېرته په بیه واخیستل شي.
16د مشر زوی بیه به چې لږ تر لږه د یوې میاشتې وي پنځه مثقاله سپین زر وي چې وزن یې د مقدس ځای د اندازې په مطابق وي.
17مګر د غواګانو، مېږو او وزو اولني زېږېدلي بچي بېرته په بیه نه اخیستل کیږي. هغه بېخي زما دي او باید قرباني شي. وینه یې په قربانګاه باندې وشیندئ او وازګه یې د داسې نذرانې په توګه وسوزوئ چې په اور باندې تیاریږي، دا بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
18تاسو کولی شئ چې د دې حیواناتو غوښه وخورئ لکه څنګه چې د خاصې نذرانې سینه او شاتنۍ ښي پښه خوړلی شئ.
19هغه ټولې خاصې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وړاندې کوي هغه به تل تا، ستا زامنو او لورګانو ته درکوم. دا یو نه ماتېدونکی لوظ دی چې زه یې تا او ستا د اولادې سره کوم.
20تاسو ته به په اسراییلو کې ځمکه درنه کړل شي چې ستاسو میراث شي او نه به د جایداد کومه برخه درکړل شي. زه څښتن یم او زه ستاسو دپاره هم برخه یم او هم ستاسو میراث.>
21څښتن حضرت هارون ته وفرمایل:
22نور اسراییلیان باید خېمې ته ورنژدې نه شي او په دې ډول دې خپل ځانونه د مرګ سزا ته نه جوړوي.
23له همدې وخت څخه به یوازې لاویان په خېمې باندې پام کوي او د هغې پوره مسئولیت به په غاړه اخلي. دا دایمي اصول دی چې ستاسو په اولادې باندې به هم عملي کیږي. لاویان باید په اسراییلو کې خپله ځمکه ونلري.
24د هغې په ځای به هغوی ته هغه حاصلات او هغه نوي زېږېدلي حیوانات ورکول کیږي چې اسراییلیان یې ماته وړاندې کوي.>
25څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
27-
28لکه څنګه چې اسراییلیان ماته د غلو دانو او د انګورو د شربت برخه راکوي، نو تاسو هم باید د هغه ټول عشر څخه چې د اسراییلیانو څخه یې اخلئ یوه برخه ماته د نذرانې په توګه جدا کړئ. هغه باید هارون ته ورکړل شي.
29نو څه چې تاسو اخلئ، ډېره ښه برخه به یې زما وي.
30کله چې تاسو ډېره ښه برخه وړاندې کړه نو کولی شئ چې پاتې برخه یې خپل ځان ته وساتئ، لکه څنګه چې دهقان د نذرانې له ورکولو څخه وروسته څه چې پاتې شوي وي هغه ساتي.
31تاسو او ستاسو کورنۍ کولی شئ چې پاتې شوې برخه په هرځای کې وخورئ، ځکه چې دا په مقدسه خېمه کې د کار کولو دپاره ستاسو اجوره ده.
32د هغې په خوړلو به تاسو ته سزا نه درکول کیږي په دې شرط چې تاسو مخکې ماته ډېرې ښې برخې وړاندې کړې وي. هغه سوغاتونه او قربانۍ ګانې چې قوم یې راوړي باید مقدسې پاتې شي او مخکې له دې چې ماته وړاندې شي تاسو د هغو څخه کومه برخه وخورئ نو وبه وژل شئ.>