Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3هغوی به هغه العازار کاهن ته ورکړي، بیا به هغه د کمپ څخه بیرون وویستل شي او د هغه په حضور کې به حلاله شي.
4بیا به العازار د هغې څخه لږه وینه واخلي او په خپله ګوته باندې دې اووه ځلې د مقدسې خېمې مخې ته وشیندي.
5بیا ټوله غوا باید د پوستکي، غوښې، وینې او کولمو سره د هغه په مخ کې وسوزول شي.
6کاهن دې د صبر د ونې لږ لرګي، د وېلني بوټی او سور تار په اور کې واچوي.
7د مراسمو څخه وروسته دې کاهن خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي. بیا هغه کولی شي چې بېرته کمپ ته ننوزي، مګر تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
8هغه سړی چې غوا یې سوزولې وي هم باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، مګر هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
9یو سړی چې ناپاک نه وي د سوزېدل شوې غوا ایرې دې واخلي او د کمپ څخه دباندې دې په یو پاک ځای کې واچوي. د اسراییلو قوم کولی شي چې دا ایرې د هغو اوبو سره ګډې کړي چې د ګناه د پاکولو په مراسمو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
10هغه سړی چې ایرې راټولوي باید خپل کالي ومینځي، مګر تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. د اسراییلو قوم او هغه بېګانه خلک چې د دوی په منځ کې اوسیږي باید تل د دې قانون اطاعت وکړي.
11که چېرې څوک یو مړي ته لاس وروړي، اووه ورځې به ناپاک وي.
12مګر که چېرې په دریمه ورځ او بیا په اوومه ورځ په هغو اوبو باندې چې د غوا ایرې ورسره ګډې وي خپل ځان پاک کړي، هغه به پاک شي. که په هغو ورځو کې خپل ځان پاک نه کړي، نو ناپاک به پاتې شي.
13که چېرې څوک مړي ته لاس وروړي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاکه پاتې کیږي، ځکه چې د پاکوالي اوبه ورباندې نه دي اچول شوې. هغه نفر مقدسه خېمه ناپاکه کړې او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
14په هغه حالت کې چې یو نفر په خېمه کې مړ شي، نو هغه څوک چې د هغه نفر د مرګ په وخت کې په خېمه کې وي یا څوک چې خېمې ته ورننوزي هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
15هر منګی او لوښی چې په خېمه کې وي او سرپوښ ونلري، هغه ناپاک کیږي.
16که چېرې څوک د یو داسې نفر مړي ته لاس وروړي چې په وسله باندې وژل شوی وي یا په خپل مرګ مړ شوی وي یا که چېرې د انسان هډوکي یا قبر ته لاس وروړي، هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
17-
18مخکې له دې چې هغه نفر له نجاست څخه پاک شي، یو څوک چې پاک وي باید د سوزول شوې غوا لږې ایرې واخلي او د چینې د اوبو په یو لوښي کې دې هغه ولړي. همدا نفر باید د وېلني د بوټي یوه څانګه په اوبو او ایرو کې غوټه کړي، بیا دې هغه په خېمه او هرڅه چې په هغې کې دي او د هر هغه چا په شمول چې په خېمه کې ؤ وشیندي. که چېرې هغه د انسان هډوکي یا قبر یا مړي ته لاس وروړی وي، هغه اوبه باید په هغه نفر باندې وشیندل شي.
19هغه نفر چې پاک وي په ناپاکه نفر باندې دې په دریمه او اوومه ورځ هغه اوبه وشیندي. په اوومه ورځ هغه نفر چې پاکیږي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي نو ماښام به هغه پاک شي.
20که چېرې یو نفر په مذهبي لحاظ ناپاک وي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاک پاتې کیږي، ځکه چې په هغه باندې د پاکوالي اوبه نه دي اچول شوې. هغه مقدسه خېمه ناپاکه کړې او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
21دا قوانین به هیڅکله بدل نه شي. کوم نفر چې د پاکوالي په خاطر هغه اوبه شیندي باید خپل کالي هم ومینځي. که څوک دې اوبو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
22یو ناپاک نفر چې هر شي ته لاس وروړي هغه شی به ناپاک شي او که بل نفر هغه شي ته لاس وروړي، هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وي.>