Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1د اسراییلو ټول قوم د کال د اولې میاشتې په دوران کې د صین دښتې ته راورسېد او په قادش کې یې خېمې ودرولې. دا هغه ځای ؤ چې مریم په کې مړه شوه او ښخه کړای شوه.
2په کوم ځای کې چې هغوی خېمې ودرولې وې هلته اوبه نه وې، نو خلک د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد راغونډ شول.
3هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ویې ویل:
4تا ولې دې دښتې ته راوستلو؟ یوازې د دې دپاره چې د خپلو حیواناتو سره دلته مړه شو؟
5ولې دې مونږ له مصر څخه دې خوار ځای ته چې هیڅ شی په کې نه شنه کیږي راوستلو؟ دلته نه غله شته، نه اینځران، نه انګور او نه انار. حتیٰ د څښلو اوبه هم دلته نشته!>
6حضرت موسیٰ او حضرت هارون د خلکو څخه لېرې لاړل او د مقدسې خېمې په دروازه کې ودرېدل. هغوی په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او د څښتن جلال ورته ښکاره شو.
7څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
9نو حضرت موسیٰ لاړ او څنګه چې څښتن ورته حکم کړی ؤ، امسا یې راواخیستله.
10هغه او حضرت هارون ټول قوم د ګټ مخې ته راغونډ کړ او حضرت موسیٰ ورته وفرمایل:
11بیا حضرت موسیٰ امسا پورته کړه او ګټ یې دوه ځلې ورباندې وواهه او د هغه څخه د اوبو یوه لویه ویاله جاري شوه او ټولو خلکو او حیواناتو هغه وڅښلې.
12مګر څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ورټل او ورته ویې فرمایل:
13دا پېښه په مریبه کې وشوه، یعنې هغه ځای چې اسراییلیانو په کې د څښتن په ضد شکایت وکړ او څښتن هغوی ته خپل مقدس توب وروښود.
14حضرت موسیٰ د قادش څخه د ادوم پادشاه ته استازي ولېږل چې دا پیغام ورته ورسوي:
15څنګه زمونږ نیکونه مصر ته لاړل او مونږ د ډېرو کلونو دپاره هلته اوسېدلو. مصریانو زمونږ د نیکونو او زمونږ سره بده رویه وکړه
16او مونږ څښتن ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او فرښته یې راولېږله او مونږ یې د مصر څخه راوویستلو. اوس مونږ په قادش کې یو چې دا یو ښار دی چې ستاسو د سیمې سره سرحد لري.
17مهرباني وکړئ مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو له هېواد څخه تېر شو. مونږ به خپله لاره نه خوشې کوو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوزو او ستاسو د کوهیانو څخه به هیڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په عمومي لاره باندې ځو ترڅو ستاسو د سیمې څخه ووزو.>
18مګر ادومیانو په ځواب کې وویل:
19د اسراییلو خلکو وویل:
20مګر ادومیانو بیا وویل: او هغوی د یو قوي لښکر سره ووتل چې د اسراییلو په خلکو باندې حمله وکړي.
21څرنګه چې ادومیانو اسراییلیانو ته اجازه ورنه کړه چې د هغوی د سیمې له لارې تېر شي، نو اسراییلیان بېرته ستانه شول او په بله لاره باندې لاړل.
22د اسراییلو ټول قوم له قادش څخه لاړ او د هور غره ته ورسېدل،
23یعنې د ادوم سرحد ته. په هغه ځای کې څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
25هارون او د هغه زوی العازار درسره واخله او د هور د غره سرته یې وخېژوه
26او په هغه ځای کې د هارون څخه د کاهنۍ کالي وباسه او العازار ته یې ورواغونده. هارون به هلته مړ شي.>
27څه چې څښتن حکم کړی ؤ حضرت موسیٰ هماغسې وکړل. ټول قوم ورته کتل چې هغوی د هور د غره سرته وختل.
28حضرت موسیٰ د حضرت هارون څخه د کاهنۍ کالي لېرې کړل او د هغه زوی العازار ته یې ورواغوستل. حضرت هارون هلته د هور د غره په سر باندې وفات شو او حضرت موسیٰ او العازار بېرته راکوز شول.
29کله چې د اسراییلو ټول قوم خبر شو چې حضرت هارون وفات شوی دی نو هغوی دېرش ورځې د هغه په مرګ باندې غم او ژړا وکړه.