Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1د عراد کنعانی پادشاه د کنعان په جنوب کې اوسېده او کله چې هغه واورېدل چې اسراییلیان د اتاریم کلي ته راروان دي، هغه ورباندې حمله وکړه او د هغو څخه یې ځینې ونیول.
2نو اسراییلیانو څښتن ته نذر ومانه:
3څښتن د دوی دعا قبوله کړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په کنعانیانو باندې بریالي شي. نو اسراییلیانو هغوی او د هغوی ښارونه بېخي له منځه یوړل او هغه ځای یې د حرمه په نوم یاد کړ.
4اسراییلیان د هور د غره څخه لاړل او په هغې لارې باندې روان شول چې سرې بحیرې ته تللې ده، د دې دپاره چې د ادوم د سیمې په شاوخوا باندې راوګرځي. مګر خلکو په لاره کې خپله حوصله له لاسه ورکړه
5او د خدای پاک او حضرت موسیٰ په ضد یې خبرې وکړې. هغوی شکایت وکړ:
6بیا څښتن په هغوی باندې زهر لرونکي ماران نازل کړل او ډېر اسراییلیان یې وچیچل او مړه شول.
7خلک حضرت موسیٰ ته ورغلل او ویې ویل: نو حضرت موسیٰ د خلکو دپاره دعا وکړه.
8څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
9نو حضرت موسیٰ یو برنجي مار جوړ کړ او هغه یې د یوې پایې په سر باندې ځوړند کړ. هرڅوک به چې مار چیچه هغه به برنجي مار ته کتل نو ژوندی به پاتې کېده.
10اسراییلیان روان شول او د اوبوت سره یې خېمې ودرولې.
11کله چې هغوی له هغه ځای څخه لاړل، د عیی عباریم په دښته کې د موآب د سیمې ختیځ خواته یې خېمې ودرولې،
12بیا یې د زارد د خوړ په څنګ کې خېمې ودرولې.
13بیا له هغه ځای څخه روان شول او د ارنون د سیند په شمال کې په هغې دښتې کې یې چې د اموریانو د سیمې پورې غزېدلې ده خېمې ودرولې. (ارنون د موآبیانو او اموریانو ترمنځ سرحد ؤ.)
14له همدې کبله د څښتن د جنګونو په کتاب کې ویل شوي دي چې د واهیب ښار او د هغه ویالې د سوفه په سیمه کې دي، د ارنون سیند او
15د هغه درې د موآبیانو د سرحد تر څنګ پرتې دي او د عار تر ښاره پورې رسېدلې دي.
16له هغه ځای څخه دوی یو بل ځای ته چې د کوهي په نوم یادېده لاړل، یعنې هغه ځای ته چېرته چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
17په هغه وخت کې د اسراییلو خلکو دا روحاني سندره وویله:
18هغه کوهی چې کیندل شوی شهزادګانو له خوااو د قوم د مشرانو له خوادی کیندل شوی په شاهي امسااو د هغوی په امساګانو باندې>هغوی له دښتې څخه متانې ته لاړل
19او له هغه ځایه نحلیئیل ته لاړل او د نحلیئیل څخه باموت ته
20او له باموت څخه هغې درې ته لاړل چې د موآبیانو په سیمه کې ده او د پیسګاه د غره لاندې ده او له هغه ځای څخه ښکته دښته لیدل کیږي.
21د اسراییلو خلکو د اموریانو پادشاه سیحون ته استازي ورولېږل چې هغه ته داسې ووایي:
23مګر سیحون اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه د وطن له لارې سفر وکړي. د دې په ځای، هغه خپل ټول لښکر سره راغونډ کړ او دښتې ته ووت چې د یاهص ښار ته نژدې په اسراییلیانو باندې حمله وکړي.
24مګر اسراییلیانو خپل ډېر دښمنان په دې جګړه کې ووژل او د هغوی سیمه یې په جنوب کې د ارنون د سیند څخه نیولې په شمال کې د یبوق تر سیند پورې ونیوله. د یبوق بلې خواته د عمونیانو سیمه وه او د هغوی سرحد ډېر قوي ؤ.
25نو اسراییلیانو د اموریانو ټول ښارونه چې په هغو کې حشبون او د هغه شاوخوا کلي هم شامل وو ونیول او هلته اوسېدل.
26حشبون د اموریانو د پادشاه سیحون پایتخت ؤ. سیحون د موآب د پخواني پادشاه سره جګړه کړې وه او د ارنون د سیند پورې یې د هغه ټوله خاوره نیولې وه.
27په دې سبب شاعران وایي:
28په یو وخت کې د حشبون له دغه ښارهد سیحون لښکرې لاړې مخکې لکه اورپه موآب کې یې برباد کړ د عار ښارکړې بربادې یې غونډۍ ارنون دپاسه
29افسوس په تاسو موآبیانو باندې!ای د کموش عبادت کوونکو برباد شوئ تاسې!ستاسو خدای پرېښودل خلک چې مهاجر شيښځې شولې اسیرانې د اموریایي پادشاه په لاس
30مګر اوس ده برباد شوې اولاده د هغویپه ټوله لاره د حشبون نه تر دیبونه پورېتر نوفح چې ده میدبا ته نژدې>
31نو اسراییلیان د اموریانو په سیمه کې اوسېدل.
32نو حضرت موسیٰ یو څو نفره ولېږل چې د یعزیر په ښار باندې د حملې دپاره یوه ښه لاره راپیدا کړي. اسراییلیانو هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول او هغه اموریان چې هلته اوسېدل هغوی یې وشړل.
33بیا اسراییلیان راوګرځېدل او د باشان په لاره باندې روان شول. د باشان پادشاه عوج د خپلو ټولو لښکرو سره روان شو چې په ادرعي کې په هغوی باندې حمله وکړي.
34څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
35نو اسراییلیانو عوج، د هغه زامن او د هغه ټول خلک ووژل، یو هم ژوندی پاتې نه شو او بیا یې د هغه خاوره ونیوله.