Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1اسراییلیان د هغه ځای څخه روان شول او د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند ختیځ خواته اریحا ته مخامخ یې خېمې ودرولې.
2-
3کله چې د موآب پادشاه بالاق د صفور زوی واورېدل چې اسراییلیان څومره ډېر وو او د اموریانو سره یې څه کړي وو، نو هغه او د هغه خلک ډېر سخت ووېرېدل.
4-
5موآبیانو د مدیانیانو مشرانو ته وویل: نو بالاق پادشاه استازي ولېږل چې د بعور زوی بلعام چې د فرات سیند ته نژدې د فتور په ښار کې په خپل اصلي وطن کې اوسېده راوغواړي. هغوی دغه پیغام د بالاق څخه هغه ته راوړ:
6هغوی ډېر قوي دي او مونږ ورته ماتې نه شو ورکولی، نو آیا ته به راشې او زما دپاره به په هغوی باندې لعنت ووایې؟ کېدای شي بیا مونږ وکولی شو چې هغوی ته ماتې ورکړو او له دې خاورې څخه یې وشړو. زه پوهېږم چې هر چاته چې ته برکت ورکړې هغه به برکت ومومي، مګر په هرچا باندې چې لعنت ووایې په هغه باندې به لعنت راشي.>
7د موآب او د مدیان مشران لاړل او پیسې یې د ځانه سره واخیستلې چې بلعام ته یې د فال دپاره ورکړي. کله چې هغوی د هغه کور ته ورسېدل، د بالاق پیغام یې ورکړ.
8بلعام په ځواب کې وویل: نو مشران د هغه په کور کې پاتې شول.
9په هماغه شپه خدای پاک بلعام ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
10بلعام په ځواب کې وویل:
11چې ما د دې دپاره د ځانه سره موآب ته بوځي چې په هغو خلکو باندې لعنت ووایم چې له مصر څخه هلته راغلي دي. هغوی په ټول وطن کې خپاره شوي دي او دی غواړي چې ویې شړي.>
12مګر خدای پاک په ځواب کې وفرمایل:
13سهار بلعام د بالاق استازو ته وویل:
14نو هغوی لاړل او بالاق ته یې وویل چې بلعام د راتګ څخه انکار وکړ.
15بیا بالاق زیات شمېر مشران ورولېږل چې د اولنۍ ډلې څخه ډېر مهم خلک په کې وو.
16هغوی بلعام ته ورغلل او ورته ویې ویل چې بالاق وایي:
17زه به ډېرې پیسې درکړم او هرڅه چې ته غواړې هغه به وکړم. راشه او زما دپاره په دغو خلکو باندې لعنت ووایه.>
18خو بلعام په ځواب کې وویل:
19تاسو کولی شئ چې دلته شپه تېره کړئ لکه څنګه چې هغو نورو تېره کړه. زه به دا معلومه کړم چې څښتن په دې هکله ماته نور څه وایي یا نه.>
20په ه��ه شپه خدای پاک بلعام ته وفرمایل:
21نو بلعام سهار راپاڅېده او په خپله خره باندې یې کته واچوله او د موآبیانو د مشرانو سره لاړ.
22خدای پاک په قهر شو چې بلعام لاړ. بلعام په خپلې خرې باندې سپور ؤ او خپل دوه نوکران یې ورسره وو. د څښتن فرښته په لاره کې ودرېدله چې مخه یې ونیسي.
23کله چې د بلعام خرې د څښتن فرښته ولیدله چې په لاره کې ولاړه ده او توره یې په لاس کې ده، نو لاره یې پرېښودله او په پټي کې روانه شوه. بلعام خره ووهله چې بېرته یې لارې ته راولي.
24بیا فرښته د انګورو د دوو باغونو په منځ کې په یوه تنګه لاره کې چې دواړو خواو ته یې دېوال ؤ ودرېدله.
25کله چې خرې فرښته ولیدله، هغه دېوال ته دومره نژدې روانه شوه چې د بلعام پښه په دېوال باندې وسولېدله. بلعام بیا خره ووهله.
26فرښته یو ځل بیا مخکې لاړه او په یو داسې تنګ ځای کې ودرېدله چې د خرې دپاره بېخي ځای نه ؤ چې ښي یا چپ خوا ته وګرځي.
27په دې وخت کې چې کله خرې فرښته ولیدله، نو هغه پرېوتله. بلعام په قهر شو او په خپله امسا باندې یې د خرې په وهلو شروع وکړه.
28بیا څښتن خرې ته دا توان ورکړ چې خبرې وکړي او خرې بلعام ته وویل:
29بلعام په ځواب کې وویل:
30خرې په ځواب کې وویل: بلعام په ځواب کې وویل:
31بیا څښتن د بلعام سترګې پرانیستلې او هغه فرښته یې ولیدله چې د تورې سره په لاره کې ولاړه وه. بلعام خپل ځان پړمخې په ځمکه باندې وغورزاوه.
32فرښتې وفرمایل:
33که چېرې ستا خرې زه درې ځلې لیدلې نه وای او ودرېدلې نه وای، ما به ته وژلی وای او خره به مې ژوندۍ پریښې وای.>
34بلعام په ځواب کې وویل:
35مګر فرښتې وفرمایل: نو بلعام د هغو مشرانو سره روان شو.
36کله چې بالاق واورېدل چې بلعام راروان دی، هغه لاړ چې په عار کې یعنې هغه ښار کې چې د ارنون په سیند باندې د موآب د سرحد سره پروت دی د هغه سره ملاقات وکړي.
37بالاق بلعام ته وویل:
38بلعام په ځواب کې وویل:
39نو بلعام د بالاق سره د حصوت ښار ته لاړ.
40بالاق هلته غوایان او پسونه قرباني کړل او لږه غوښه یې بلعام او هغو مشرانو ته چې د هغه سره وو، ورکړه.
41بالاق سهار بلعام د بموت بعل ښار ته پورته بوته. د هغه ځای څخه بلعام ځینې اسراییلیان لیدلی شول.