Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1دا د هغو کاهنانو او لاویانو لست دی چې د شالتي ییل د زوی زروڅپرکیل او مشر کاهن یشوع سره د جلاوطنۍ څخه راستانه شول:کاهنان: سرایا، ارمیا، عزرا،امریا، ملوک، حطوش،شکنیا، رحوم، مریموت،عیدو، جنتون، ابیا،میامین، معدیا، بلجه،شمعیه، یویاریب، یدعیا،سلو، عاموق، حلقیا او یدعیا.دا خلک د یشوع په زمانه کې د کاهنانو مشران وو.
8لاویان: دې لاویانو د شکرګزارۍ د سندرو د ویلو مشري کوله: یشوع، بنوي، قدمي ییل، شربیا، یهودا او متنیا.
9بقبقیا او عني د خپلو ملګرو لاویانو سره هغې پورته یادې شوې ډلې ته مخامخ ودرېدل او د هغوی په ځواب کې یې سندرې ویلې.
10یشوع د یویاقیم پلار، د الیاشیب نیکه او د یویاداع غور نیکه ؤ،
11یویاداع د یوناتان پلار او د یدوع نیکه ؤ.
12-
21کله چې یویاقیم مشر کاهن ؤ، دا کاهنان د کاهنانو د طایفو مشران وو:د سرایا له طایفې څخه، مرایاد ارمیا له طایفې څخه، حننیاد عزرا له طایفې څخه، مشلامد امریا له طایفې څخه، یهوحاناند ملوک له طایفې څخه، یوناتاند شبنیا له طایفې څخه، یوسفد حاریم له طایفې څخه، عدناد مرایوت له طایفې څخه، حلقاید عیدو له طایفې څخه، زکریاد جنتون له طایفې څخه، مشلامد ابیا له طایفې څخه، زکريد منیامین او موعدیا له طایفو څخه، فلطاید بلجه له طایفې څخه، شموعد شمعیه له طایفې څخه، یهوناتاند یویاریب له طایفې څخه، متناید یدعیا له طایفې څخه، عزيد سلای له طایفې څخه، قلاید عاموق له طایفې څخه، عیبرد حلقیا له طایفې څخه، حشبیاد یدعیا له طایفې څخه، نتنییل
22د لاویانو او کاهنانو د کورنیو نومونه د دغو مشرانو کاهنانو یعنې الیاشیب، یویاداع، یوحانان او یدوع په زمانه کې ثبت شوي وو. د دې نومونو ثبتول د فارس د پاچا داریوش په دوران کې پای ته ورسېدل.
23د لاویانو د مشرانو د کورنیو نومونه یوازې د الیاشیب د لمسي یوحانان تر زمانې پورې په رسمي توګه د تاریخ په کتاب کې ولیکل شول.
24د حشبیا، شربیا او د قدمي ییل زوی یشوع د لاویانو مشران وو. د هغوی تر لارښوونو لاندې، لاویان په څو ډلو کې تنظیم شوي وو. د خدای د خدمتګار داود پاچا د لارښوونو سره سم دوه، دوه ډلې یو بل ته مخامخ ودرېدلې چې د خدای ثنا ووایي او شکرګزاري وکړي. د سندرو په ویلو سره یوې ډلې بلې ډلې ته ځواب ورکاوه.
25د خدای د کور هغه ساتونکي چې د دروازو تر څنګه د ګودامونو د ساتلو مسوولیت یې په غاړه ؤ، دا دي: متنیا، بقبقیا، عوبدیا، مشلام، طلمون او عقوب.
26دا هغه خلک وو چې د یشوع د زوی او د یهوصادق د لمسي یویاقیم او د نحمیا والي او د شریعت د عالم او کاهن عزرا په زمانه کې یې ژوند کاوه.
27کله چې د اورشلیم د ښار دېوال وقف کېده، لاویان د خپلو ټولو ځایونو څخه اورشلیم ته راوستل شول، ترڅو هغوی د شکرګزارۍ په سندرو او د تالونو، چنګونو او رڅپرکیونو په موسیقۍ سره د وقف کېدو په جشن کې ګډون وکړي.
28-
29د لاویانو سندرغاړي د اورشلیم د شاوخوا سیمو څخه چې هغوی په کې د ځانونو دپاره کلي ودان کړي وو، د نطوفې د شاوخوا کلیو، د بیت جلجال، جبع او عزموت څخه راغلل او په اورشلیم کې سره راټول شول.
30کاهنانو او لاویانو لومړی د خپلو ځانونو دپاره او بیا د قوم، دروازو او د ښار د دېوال د پاکولو دیني مراسم تر سره کړل.
31ما د یهودا مشران د دېوال په سر باندې سره راټول کړل او د سندرغاړو دوه لویې ډلې مې وټاکلې چې د ښار شاوخوا وګرځي او د خدای د شکرګزارۍ سندرې ووایي.لومړنۍ ډله د دېوال په سر باندې جنوب خواته د خزلو د دروازې په لور لاړه.
32هوشعیا د سندرغاړو شاته روان ؤ او د یهودا د مشرانو څخه نیمایي یې د هغه پسې روان وو.
33-
35ورپسې دغو کاهنانو د تګ په وخت کې سرني غږو��: عزریا، عزرا، مشلام، یهودا، بنیامین، شمعیه او ارمیا. د هغو پسې زکریا د یوناتان زوی او د شمعیه لمسی ؤ. (د هغه په نیکونو کې متنیا، میکایا او زکور چې د اساف له طایفې څخه ؤ، شامل وو.)
36ورپسې د زکریا خپلوان یعنې شمعیه، عزرییل، مللای، جللای، ماعای، نتنییل، یهودا او حناني وو. دوی د موسیقۍ هغه الې غږولې چې د خدای خدمتګار داود پورې یې اړه لرله. د شریعت عالم عزرا د دې ډلې لارښوونه کوله.
37کله چې هغوی د چینې دروازې ته ورسېدل، په هغو زینو باندې چې د داود تر ښاره پورې رسېدلې وې، وختل او د داود له ماڼۍ څخه تېر شول او بېرته د اوبو د دروازې دېوال ته چې د ښار په ختیځه خوا کې ؤ، وروګرځېدل.
38د شکرګزارۍ کولو بله ډله د دېوال په سر باندې شمال خواته لاړه او زه د نیمایي خلکو سره هغوی پسې روان وم. مونږ د تنورونو د برج څخه تېر شولو او پلن دېوال ته ورسېدلو
39او له هغه ځای څخه روان شولو او د افرایم له دروازې، یشانه دروازې، د ماهي دروازې، د حنن ییل له برج او د سلو له برجه تېر شولو او د پسه دروازې ته ورسېدلو. په پای کې مونږ د خدای د کور دروازې ته نژدې ودرېدو.
40نو دواړه ډلې چې د خدای شکرګزاري یې کوله د خدای په کور کې په خپلو ټاکلو ځایونو کې ودرېدلې. برسېره پر هغو نیمو مشرانو چې زما سره وو،
41زما په ډله کې دا لاندې کاهنان چې سرني ورسره وو، هم شریک وو: الیاقیم، معسیا، منیامین، میکایا، الیوعینای، زکریا او حننیا.
42معسیا، شمعیه، العازار، عزي، یوحانان، ملکیا، عیلام او ایصر د هغوی پسې روان وو. هغو سندرغاړو چې د یزرحیا له خوا یې لارښودنه کېدله، په لوړ اواز سره سندرې ویلې.
43په هغه ورځ ډېرې قربانۍ وړاندې شوې او خلک د خپلو ښځو او ماشومانو سره خوشحاله وو، ځکه چې خدای د هغوی زړونه د خوشحالۍ څخه ډک کړي وو. د اورشلیم د خلکو د خوشحالۍ اواز له ډېر لېرې ځای څخه اورېدل کېده.
44په هغه ورځ ځینې خلک د ګودامونو د مسوولانو په توګه وټاکل شول چې په هغو کې به د خدای د کور دپاره بسپنې، د حاصلاتو لسمه برخه او لومړنۍ غلې دانې او مېوې چې هر کال به پخېدلې، ساتل کېدلې. دې مسوولانو دا وظیفه درلودله چې د هغو کروندو څخه چې ښارونو ته نژدې وې، د کاهنانو او لاویانو برخه د شریعت د اصولو سره سم راټوله کړي. د یهودا ټول خلک د کاهنانو او لاویانو د خدمت څخه خوشحاله وو،
45ځکه چې هغوی د پاکوالي مراسم او هغه نورې دندې سرته رسولې چې خدای د هغو حکم کړی ؤ. د خدای د کور سندرغاړو او ساتونکو هم خپلې دندې د داود پاچا او د هغه د زوی سلیمان د حکم سره سم تر سره کولې.
46په پخوا زمانه کې، یعنې د داود او اساف په زمانه کې د سندرغاړو او خدای ته د شکرګزارۍ او ثنا ویلو د سندرو دپاره لارښوونکی موجود ؤ.
47د زروڅپرکیل او نحمیا په زمانه کې به د اسراییلو ټولو خلکو هره ورځ د خدای د کور سندرغاړو او ساتونکو ته خواړه او نور د اړتیا شیان ورکول. خلکو به لاویانو ته سپېڅلې نذرانې ورکولې او لاویانو به کاهنانو ته د اړتیا وړ برخه ورکوله.