Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1نو د قوم مشران په اورشلیم کې ځای په ځای شول او نورو خلکو پچه واچوله چې د هرو لسو کورنیو څخه دې یوه کورنۍ غوره شي او هغه دې د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې واوسیږي او پاتې دې په نورو ښارګوټو کې واوسیږي.
2هر سړی چې په خپله خوښه حاضرېده چې په اورشلیم کې واوسیږي، خلکو د هغه دپاره د برکت غوښتنه کوله.
3د اسراییلو خلک، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او د سلیمان د خدمتګارانو اولاده د یهودا په ښارګوټو کې په خپلو ځمکو کې اوسېدل.دا د یهودا د ولایت د مشرانو لست دی چې په اورشلیم کې اوسېدل:
4په اورشلیم کې د یهودا او بنیامین د قبیلو ځینې غړي اوسېدل چې هغه دا وو: عتایا چې د عزیا زوی ؤ او د زکریا لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې امریا، شفطیا او مهللییل چې د یهودا د زوی فارص اولاده ده، شامل وو.
5معسیا چې د باروک زوی او د کلحوزه لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې حزایا، عدایا، یویاریب او زکریا چې د یهودا د زوی شیله اولاده ده، شامل وو.
6د فارص له اولادې څخه څلورسوه اته شپېته تکړه سړي چې په اورشلیم کې اوسېدل.
7د بنیامین له قبیلې غړي: سلو چې د مشلام زوی او د یوعید لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې فدایا، قولایا، معسیا، ایتییل او اشعیا شامل وو.
8د سلو نه وروسته جبای او سلای.ټول نهه سوه اته ویشت تنه بنیامینیان په اورشلیم کې اوسېدل.
9د زکري زوی یوییل د هغوی مشر ؤ او یهودا د هسنواه زوی په ښار کې د هغه مرستیال ؤ.
10کاهنان: یدعیا د یویاریب زوی او یاکین.
11سرایا چې مشر کاهن ؤ، د حلقیا زوی او د مشلام لمسی. د هغه په نیکونو کې صادوق، مرایوت او اخیطوب شامل وو.
12له دې طایفې څخه اته سوه دوه ویشت تنو د خدای په کور کې خدمت کاوه.عدایا چې د یروحام زوی او د فللیا لمسی ؤ. د هغه په نیکونو کې امصي، زکریا، فشحور او ملکیا شامل وو.
13د دې طایفې څخه دوه سوه دوه څلوېښت تنه د کورنیو مشران وو.عمشیسای د عزرییل زوی او د اخزای لمسی ؤ. د هغه په نیکونو کې مشلیموت او یمیر شامل وو.
14د دې طایفې څخه یو سلو اته ویشت زړور جنګیالي وو. د هغوی مشر زبدي ییل د هجدولیم زوی ؤ.
15لاویان: شمعیه د حشوب زوی او د عزریقام لمسی ؤ. حشبیا او بوني د هغه نیکونه وو.
16شبتای او یوزاباد مشر لاویان وو او دوی د هغو کارونو مسوولان وو چې د خدای له کور څخه دباندې به تر سره کېدل.
17متنیا د میکا زوی او د زبدي لمسی ؤ چې د اساف اولاده وه. هغه د شکرګزارۍ د دعا د سندرې په ویلو سره، د خدای د کور د سندرغاړو د ډلې مشري کوله.بقبقېا د متنیا مرستیال ؤ.عبدا د شموع زوی او د جلال لمسی ؤ چې د یدوتون له اولادې څخه ؤ.
18د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې ټول دوه سوه او څلور اتیا تنه لاویان اوسېدل.
19د خدای د کور ساتونکي: عقوب، طلمون او د هغوی خپلوان چې ټول یو سلو دوه اویا تنه وو.
20د اسراییلو نور خلک او پاتې کاهنان او لاویان د خپلو نیکونو په جایدادونو کې د یهودا په نورو ښارګوټو کې اوسېدل.
21د خدای د کور خدمتګاران د اورشلیم په هغې برخې کې اوسېدل چې د عوفل په نوم یادېده او هغوی د صیحا او جشفا تر نظر لاندې کار کاوه.
22عزي د باني زوی او د حشبیا لمسی ؤ، هغه د هغو لاویانو مشر ؤ چې په اورشلیم کې اوسېدل. د هغه په نیکونو کې متنیا او میکا شامل وو او میکا د اساف د طایفې څخه ؤ چې نوموړې طایفې د خدای په کور کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه درلود.
23د سندرغاړو ورځنی فعالیت د فارس پاچا د حکم او اصولو سره سم تر سره کېده.
24فتحیا د مشیزبییل زوی چې د زرح د طایفې او د یهودا د قبیلې څخه ؤ، د فارس په دربار کې د اسراییلو د خلکو استازی ؤ.
25ډېر خلک په هغو ښارګوټو کې اوسېدل چې د هغوی کروندو ته نژدې وو. د یهودا د قبیلې خلک په قریت اربع، دیبون او یقبصي ییل او د دغو ښارونو په نژدې کلیو کې اوسېدل.
26همدارنګه هغوی د یشوع، مولاده، بیت فالط
27او د حزر شوعال په ښارونو او د بیرشبع په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې هم اوسېدل.
28هغوی د صقلغ په ښار او د مکونه په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې،
29په عین رمون، زرعه، یرموت،
30زانوح، عدولام او د دغو ښارګوټو په نژدې کلیو کې اوسېدل. هغوی په لاکیش او نژدې کروندو او په عزیقه او د هغې په شاوخوا کلیو کې اوسېدل. په دې توګه د یهودا خلک په هغې سیمې کې اوسېدل چې د بیرشبع او د هنوم د درې ترمنځ پرته وه.
31د بنیامین د قبیلې خلک په جبع، مخماس، عیا او په بیت ییل او د هغه په شاوخوا او نژدې کلیو،
32عناتوت، نوب، عننیا،
33حاصور، رامه، جتایم،
34حادید، صبوییم، نبلاط،
35لود او اونو او د کسبګرو په دره کې اوسېدل.
36د لاویانو ځینې ډلې چې د یهودا په سیمه کې اوسېدلې هغوی ولېږل شوې چې د بنیامین د خلکو سره واوسیږي.