Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1ومړني کس چې مهر یې ولګاوه هغه والي یعنې نحمیا د حکلیا زوی ؤ او بیا صدقیا مهر ولګاوه. لاندې خلکو هم مهرونه ولګول:
2-
8کاهنان: سرایا، عزریا، ارمیا، فشحور،امریا، ملکیا، حطوش، شبنیا،ملوک، حاریم، مریموت، عوبدیا،دانیال، جنتون، باروک، مشلام،ابیا، میامین، معزیا، بلجای او شمعیه.
9-
13لاویان: یشوع د ازنیا زوی،بنوي د حیناداد د طایفې څخه،قدمي ییل، شبنیا، هودیا، قلیطا،فلایا، حانان، میکا، رحوب،حشبیا، زکور، شربیا، شبنیا،هودیا، باني او بنینو.
14-
27د قوم مشران: فرعوش، فحت موآب، عیلام، زتو،باني، بوني، عزجد، ببای، ادونیا،بغوای، عادین، آطیر، حزقیا،عزور، هودیا، حاشوم، بیسای،حاریف، عناتوت، نیبای، مجفیعاش،مشلام، حیزیر، مشیزبییل، صادوق،یدوع، فلتیا، حانان، عنایا، هوشع،حننیا، حشوب، هلوحیش، فلحا،شوبیق، رحوم، حشبنا، معسیا،اخیا، حانان، عانان، ملوک،حاریم او بعنه.
28مونږ د اسراییلو قوم، کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو، خدمتګارانو او نورو ټولو هغو خلکو چې د خدای د شریعت څخه اطاعت کوي، خپل ځانونه د هغو پردیو قومونو څخه چې زمونږ په خاوره کې اوسیږي، بېل کړل. مونږ د خپلو ښځو او خپلو ټولو هغو زامنو او لورګانو سره چې په دې لوظ پوهیږي،
29د خپلو مشرانو سره په دې قسم کې یوځای کېږو چې مونږ به د خدای د شریعت سره سم چې خدای د خپل خدمتګار موسی په وسیله راکړی دی خپل ژوند تېروو. مونږ به د خپل څښتن په ټولو حکمونو، قوانینو او شرطونو باندې عمل او د هغو اطاعت به کوو. که چېرې مونږ هغه مات کړو، نو د خدای لعنت دې په مونږ باندې وي.
30مونږ دا لوظ کوو چې مونږ به خپلې لورګانې د غیریهودیانو زامنو ته نه ورکوو او نه به پرېږدو چې زمونږ زامن د غیریهودیانو د لورګانو سره ودونه وکړي.
31که چېرې پردي خلک غلې دانې یا کوم بل شی راوړي چې په مونږ باندې یې د سبت یا په کومه بله سپېڅلې ورځ خرڅ کړي، مونږ به یې ورڅخه وانخلو.په هر اووم کال به په ځمکه کې کرنه نه کوو او خپل ټول پورونه به وبخښو.
32مونږ مسوولیت لرو چې هر کال به د مثقال درېمه برخه سپین زر د خپل خدای د کور د لګښت دپاره ورکړو.
33مونږ به د خدای په کور کې د عبادت دپاره دا شیان تیار کړو: سپېڅلې ډوډۍ، د غلو دانو ورځنۍ نذرانه، هغه څاروي چې د قربانیو په توګه هره ورځ سوځول کیږي، د سبت، د نوې میاشتې د اخترونو او نورو اخترونو دپاره سپېڅلې نذرانې، نورې سپېڅلې نذرانې، د اسراییلو د ګناهونو د کفارې نذرانې او نور شیان چې د خدای د کور دپاره ورته اړتیا ده.
34مونږ یعنې کاهنان او لاویان او زمونږ خلک به هر کال پچه اچوو چې دا څرګنده شي چې کومې طایفې به په ټاکلي وخت لرګي زمونږ د خدای کور ته راوړي، ترڅو د شریعت د شرطونو سره سم هغه سوځېدونکې قربانۍ ورباندې وسوځول شي چې زمونږ څښتن خدای ته وړاندې کیږي.
35مونږ مسوولیت لرو چې هر کال د څښتن کور ته د لومړنیو غلو دانو او د هرې ونې لومړنۍ مېوې د نذرانې په توګه راوړو.
36لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، مونږ به د خپلو زامنو، غواګانو، وزو او مېږو څخه هر لومړنی زېږول شوی هغه کاهنانو ته راولو چې د خدای په کور کې خدمت کوي او هغه به خدای ته وقف کوو.
37مونږ به د اوړو هغه پېړه چې هر کال د لومړنیو راټولو شویو غلو دانو حاصل څخه تیاره شوې وي او د شرابو، د زیتونو د تېلو او د هر ډول مېوو د حاصل نورې نذرانې هغو کاهنانو ته راوړو چې د خدای په کور کې د ګودامونو مسوولان دي.مونږ به د خپلو ځمکو د حاصلاتو لسمه برخه هغو لاویانو ته، چې زمونږ په ښارګوټو کې هغه راټولوي، ورکړو.
38د لسمې برخې د راټولولو په وخت کې باید هغه کاهنان چې د هارون د اولادې څخه دي د لاویانو سره وي او لاویان دې د راټول شوي عشر، لسمه برخه د خدای د کور ګودامونو ته یوسي.
39د اسراییلو خلک او لاویان باید د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو اعانې هغو ګودامونو ته راوړي په کومو کې چې د خدای د کور لوښي ساتل کیږي او کاهنان چې خدمت کوي، د خدای د کور ساتونکي او سندرغاړي هلته اوسیږي.مونږ به د خدای د کور په اړه بې پروایي ونه کړو.