Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1د همدې میاشتې په څلورویشتمه ورځ د اسراییلو قوم سره راغونډ شو چې روژه ونیسي، د دې دپاره چې د خپلو ګناهونو په خاطر خپل خفګان څرګند کړي. هغوی له پخوا نه خپل ځانونه د ټولو پردیو قومونو څخه جدا کړي وو. هغوی د خفګان د علامې په توګه د ویر کالي اغوستي وو او په خپلو سرونو باندې یې خاورې اچولې وې. بیا هغوی ودرېدل او په هغو ګناهونو باندې یې اقرار وکړ چې دوی او د دوی نیکونو کړي وو.
3هغوی درې ساعته ولاړ وو او د خپل څښتن خدای تورات ته یې غوږ نیولی ؤ او درې ساعته نور یې په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړ او د خپل څښتن خدای عبادت یې وکړ.
4یشوع، باني، قدمي ییل، شبنیا، بوني، شربیا، باني او کناني په هغه منبر باندې ودرېدل چې د لاویانو دپاره ؤ او په لوړ اواز یې خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې.
5دغو نورو لاویانو خلکو ته د عبادت دپاره بلنه ورکړه: یشوع، قدمي ییل، باني، حشبنیا، شربیا، هودیا، شبنیا او فتحیا. هغوی وویل:پاڅېږئ وکړئ ستاینه مو د خپل څښتن خدایستاینه وکړئ د هغه د تل دپارههر یو دې وکړي د هغه د جلالي نوم ستایشثنا دې وي ستا پر جلاله نوم ته ستر چې دی د ټولو صفتونو ځنې
6ته څښتن یې یوازې ته څښتن یېتا ټول اسمانونه او هم ستوري یې جوړ کړي ديتا ځمکه دریاب او هر چې دي هغو کې ټول راپیدا کړي ديتا دی وربخښلی ژوندون ټولو تهکړي تاته سجده ستا عبادت کړي اسماني ځواکونه
7ته هغه څښتن خدای یې چا غوره چې ابرام کړلوتا هغه د کلدانیانو د اور ښار څخه راوویستاو د هغه نوم دې ابراهیم کېښود
8ته شوې پوه چې هغه تاته وفادار دیاو تا د هغه سره لوظ وکړتا وکړه وعده د کنعانیانو ځمکه وربه کړې د هغه اولادې تههم د حیتیانو، اموریانو ځمکهد فرزیانو، یبوسیانو، جرجاشیانو ځمکهودرېدلې ته خپله وعده باندېځکه چې ته یې وفادار
9تا ولید مصر کې زمونږه د نیکونو کړاوکله چې هغوی سرې بحیرې سره ووتا واورېدلې چې هغوی چیغې وهلې په خاطر د مرستې
10تا د فرعون او د هغه د درباریانواو د هغه د وطن د خلکو مقابل کېوښودلې معجزې حیرانوونکېځکه پوهېدلې ته چې څنګه کبرجنه رویه وکړهدوی زمونږ نیکونو سرهتا داسې نوم وګاټه چې پاتې دی تر نن پورې
11جوړه دې کړه لاره د دریاب په منځ کې خپل قوم تهپورې وتل هغوی دریاب باندې په وچه ځمکهژورو اوبو ته دې ګوزار کړل هغویڅوک چې ورپسې وو ستا ولس پسېډوب شول لکه تیږه چې شي ډوبه توفاني دریاب کې
12د ورځې کړه دې لارښوونه ورته ورېځ باندېروښانوله ورته لاره دې د شپې له خوا په اور باندې
13ته شوې راکوز د سینا غره باندېاسمان نه وکړې دې خبرې دوی تهورکړله زده کړه دې هغوی ته د باور نه ډکهښه قوانین عادلانه دې ورکړل
14وښوده هغوی ته دې سپېڅلې ورځ د سبت خپلهورته دې ورکړل قوانین او توراتپه وسیله د خدمتګار خپل موسی
15کله چې وږي شول هغویتا ورته ورکړله ډوډۍ له اسمانه څخهورته دې ورکړلې د ګټ څخه اوبه چې کله تږي شولودې ویل هغوی ته چې ورننوځيونیسي هغه ځمکه چې تا ورته قسم کړی چې وربه یې کړې
16خو زمونږ نیکونه شول سرزوري مغرورسرغړونه یې وکړه ستا د اوامرو ځنې
17سرغړونه یې وکړه ستا د اطاعته ځنېهغه معجزې چې تا ښودلې وې هغه یې هېرې کړلېهغوی د خپلې سرزورۍ په سبب کړلو یو مشر غورهچې د مصر غلامۍ ته بېرته بوځي هغویخو ته بخښونکی خدای یېته مهربانه یې او ته رحیم یېزر ته په قهرېږې نهد ستا تلپاتې مینه لویه دهتا هغوی پرېنښودل
18حتی هغوی د خوسي په شکل بت جوړ کړاو ویل یې چې دا هغه خدای دیچې یې راوویستئ له مصر څخهای څښتنه! وکړ څومره سپکاوی ستا هغوی
19خو تا هغوی هلته په دښته کې پرېنښودل،ځکه چې ستا رحمونه ډېر زیات ديلېرې نه کړه ورېځ او اور هغوی نه دېورېځ به د ورځې ورته لار ښودلهاور به د شپې رڼا کوله لاره
20د خپل نېک روح په وسیله دې د هغوی وکړه لارښوونهتا د خوراک دپاره من ورکاوه او اوبه د څښاک دپاره
21ودې ساتل دښته کې څلوېښت کالههېڅکله محتاج نه شو هېڅ څه ته دوید هغوی جامې هېڅکله زړې نه شوېد هغوی پښې له درده نه پړسېدې
22ورته دې ورکړل پاچاهیانې او قومونهکړل دې آباد هغوی په هر ځای کېویې نیوه د سیحون پاچا د حشبون هېوادهم یې د عوج پاچا د باشان هېواد
23تا هغوی ته دومره زیات بچي ورکړلدومره لکه ستوري چې اسمان کې ويتا هغوی هغه وطن ته راوستلچې د هغوی د نیکونو سرهد ورکولو دې وعده کړې وه
24نو د کنعان خاوره هغوی ونیوهتا د هغه ځای اوسېدونکي کړل مغلوب هغوی تهتا خپل قوم ته قوت ورکړچې هرڅه چې هغوی غواړيویې کړي د خلکو د کنعان سره او هم یې پاچاهانو سره
25ښارونه ونیول ستا قوم دېوال لرونکياو هم ځمکه حاصلخیزه هغوید ډېرو ښو شیانو ډک کورونه اود لا پخوا نه کیندل شوې د اوبو زېرمېویې نیولې د زیتونو ونې او هممېوه دارې ونې او هم د انګور باغونهوخوړل ټول هغه شیان چې یې غوښتلشول چاغ خوړلو سرهچې دې ورکړي وو هغوی ته ټول ښه شيانهغوی ترې خوند واخیست
26خو نافرمانه شو ستا قوم او شو یاغي د ستا نههغوی کړه شا ستا شریعت ته کړل یې مړه ستا نبیانخبرداری یې چې ورکړی ؤ هغوی تهچې بیا ستا خواته دروګرځيهغوی هر وخت ستا ستر توهین کړی دی
27نو تا هغوی خپل دښمنانو ته په لاس ورکړلچې هغوی وکړ بد سلوک ورسرهخو هغوی وکړ تاته سوال د خپل تکلیف په وخت کې مرستې لرهتا دعاګانې د هغوی اسمان نه واورېدلېتا له امله د خپل لوی رحمژغورونکي ولېږل چې خلاص کړي هغوی
28کله چې سوله راغله بیا وکړه هغوی ګناه د ستا په خلافاو تا بیا ورکړل هغوی د دښمنانو لاس تهچې په هغوی باندې حکومت وکړيخو بیاهم کله چې وویستله توبه هغویستا نه یې سوال وکړ چې وژغورې دویتا په اسمان کې هغه واورېداو په خپل رحمت دې هغوی بیا بیا وژغورل
29خبرداری دې ورکړ دوی ته چې د ستا شریعت ته بېرته راشيخو هغوی ونه منل خپل غرور کې ستا قوانینکه څه هم ستا په قوانینو باندې تلل د ژوندانه لاره دهمګر هغوی شولو سرزوري او سخت زړي اطاعت یې نه کړ
30کلونه صبر وکړ تا او په خپل روح باندې دېخبرداری یې ورکړ دوی ته په وسیله د نبیانو سرهخو وو کاڼه ستا خلک تا پرې حاکم کړل نور قومونه
31خو بیاهم تا د خپل لوی رحمت په سببهغوی پرېنښودل او نه دې کړل نابود هغویته مهربانه او رحیم خدای یې!
32ای زمونږ خدایه څومره ستر یې تهڅومره ځواکمن او وېروونکی یې تهپه وفادارۍ سره ولاړ یې په خپل لوظ باندېدغه سختۍ او کړاوونه چې تېر کړي دي مونږستا په نظر کې باید نه شي دا بې ارزښته ښکارهله هغې ورځې پاچاهان چې د اشور بریالي شوي په مونږ بیا تر ننهډېرې بلاوې نازل شوې په مونږ ټولو په شاهانو او مشرانو زمونږپه کاهنانو، نبیانو او نیکونو زمونږ
33ته وې په حقه چې هر ځل دې راکړه مونږ ته سزاکه څه هم مونږ ده ګناه کړې خو ته یې وفادار
34زمونږ پاچاهانو زمونږ مشرانو، کاهنانو او نیکونو زمونږستا په شریعت باندې عمل ونه کړهغوی غوږ ونه نیوه ستا خبرداریو او حکمونو لره
35تا لوی برکت ورکړ هغوی ته د پاچاهۍپرېمانه شتمني او هم د ځمکې حاصلخېزې سرهمګر هغوی نه عبادت وکړ د ستااو نه یې پرېښودلې خپلې بدۍ
36ګوره مونږ نن یو غلامانزمونږ نیکونو ته ورکړې دې چې ځمکه حاصلخېزه وهچې یې مېوې او ښه فصلونه وخوريوګوره نن مونږ غلامان یو په کې
37اخلي پرېمانه حاصلات د ځمکې دا پاچاهانچې دې ټاکلي دي په مونږ باندېځکه چې مونږه ګناه کړې دهڅه چې یې وي خوښهکړي یې په مونږه او په څارویو زمونږلوی مصیبت کې ګرفتار یو مونږقوم او د څښتن سره لوظ
38د هغو ټولو پېښو له امله چې وشوې، مونږ د اسراییلو قوم یو لیکل شوی ټینګ لوظ کوو او زمونږ مشران، لاویان او زمونږ کاهنان به په هغه باندې خپل مهرونه ولګوي.