Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1په اوومه میاشت د اسراییلو قوم ټول په خپلو ښارونو کې ځای په ځای شول. د همدې میاشتې په اوله ورځ هغوی ټول په اورشلیم کې د اوبو د دروازې مخې ته په انګړ کې سره راټول شول. هغوی د عزرا څخه چې د شریعت عالم ؤ، وغوښتل چې د تورات کتاب چې څښتن د موسی په وسیله اسراییلو ته ورکړی ؤ، راوړي.
2نو عزرا هغه کتاب هغه ځای ته راوړ چې خلک په کې راټول شوي وو، یعنې سړي، ښځې او هغه ماشومان چې په داسې عمر کې وو چې د پوهېدلو توان یې درلود.
3عزرا دروازې ته په مخامخ انګړ کې د سهار وختي څخه تر غرمې پورې هغوی ته تورات ولوست او هغوی ټولو ورته په غور سره غوږ نیولی ؤ.
4عزرا د لرګي په منبر باندې چې د همدې مقصد دپاره جوړ شوی ؤ، ولاړ ؤ. د هغه ښي لاس ته متتیا، شمع، عنایا، اوریا، حلقیا او معسیا او چپ لاس ته یې فدایا، میشاییل، ملکیا، حاشوم، حشبدانه، زکریا او مشلام ولاړ وو.
5عزرا په یو داسې لوړ ځای کې ولاړ ؤ چې هرچا لیدلی شو. کله چې هغه کتاب پرانیست، هغوی ټول ودرېدل.
6عزرا لوی څښتن خدای ته ثنا وویله او ټول قوم خپل لاسونه پورته کړل او په ځواب کې یې وویل: «امین! امین!» هغوی په سجده شول او د څښتن عبادت یې وکړ.
7وروسته بیا هغوی پاڅېدل او په خپلو ځایونو کې ودرېدل او دغو لاویانو ورته د تورات کتاب بیان کړ: یشوع، باني، شربیا، یامین، عقوب، شبتای، هودیه، معسیا، قلیطا، عزریا، یوزاباد، حانان او فلایا.
8هغوی د خدای د تورات کتاب په لوړ اواز لوست او هغه یې تشریح کاوه، ترڅو خلک پرې پوه شي.
9کله چې خلکو ته شریعت لوستل کېده، هغوی په ژړا پیل وکړ. نو نحمیا والي، عزرا کاهن او د شریعت عالم او هغو لاویانو چې خلکو ته یې شریعت تشریح کاوه، ټولو خلکو ته وویل: «دا ورځ ستاسو د څښتن خدای سپېڅلې ورځ ده. نو تاسو ویر او ژړا مه کوئ.
10اوس خپلو کورونو ته لاړ شئ او جشن ونیسئ. د خپلو خوندورو خوړو او شرابو څخه هغه چاته چې نه یې لري د هغوی برخه ورکړئ. نن ورځ زمونږ د څښتن دپاره یوه سپېڅلې ورځ ده، نو مه خفه کېږئ. د څښتن خوشحالي ستاسو قوت دی.»
11لاویانو هم خلک ارام کړل او هغوی ته یې وویل: «غلي شئ! نن ورځ یوه سپېڅلې ورځ ده، نو مه ژاړئ او مه خفه کېږئ.»
12نو ټول خلک خپلو کورونو ته لاړل. هغوی په ډېره خوشحالۍ سره وخوړل او ویې څښل او څه چې یې درلودل، د هغو څخه یې نورو ته هم د هغوی برخه ورولېږله، ځکه څه چې هغوی ته لوستل شوي وو، ورباندې پوه شول.
13یوه ورځ وروسته د ټولو طایفو مشران د کاهنانو او لاویانو سره یوځای عزرا ته ورغلل چې هغوی د تورات حکمونه زده کړي.
14هغوی په دې پوه شول چې په شریعت کې لیکل شوي دي چې څښتن د موسی په وسیله حکم کړی ؤ چې په اوومه میاشت چې هغوی اختر لمانځي، باید په جونګړو کې واوسیږي.
15دا هغه حکم ؤ چې هغوی باید په اورشلیم او نورو ښارګوټو کې اعلان وکړي: «غرونو ته لاړ شئ او د زیتونو، ځنګلي زیتون، اس، خرما او نورو ونو څانګې راوړئ چې په شریعت کې د لیکل شویو لارښوونو سره سم د هغو څخه جونګړې جوړې کړئ.»
16نو خلکو د ونو څانګې راوړلې او د خپلو کوټو د بامونو، په خپلو حویلیو، د خدای د کور په حویلۍ او د اوبو د دروازې او د افرایم د دروازې په عمومي انګړونو کې یې ورڅخه جونګړې جوړې کړې.
17هغو ټولو خلکو چې د اسیرتوب څخه بېرته راغلي وو، جونګړې جوړې کړې او په هغو کې اوسېدل. هغوی ټول ډېر خوشحاله وو، ځکه چې د نون د زوی یوشع د زمانې څخه تر هغې ورځې پورې اسراییلیانو په دې ډول جشن نه ؤ لمانځلی.
18د اختر د لومړۍ ورځې څخه تر وروستنۍ ورځې پورې عزرا هره ورځ د خدای د تورات یوه برخه په لوړ اواز لوستله. هغوی دا اختر اووه ورځې ولمانځه او د شریعت سره سم په اتمه ورځ نوموړي مراسم په دعا او عبادت سره پای ته ورسېدل.