Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1نو دېوال ودان شو، ټولې دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودل شوې او د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو او لاویانو ته خپل کارونه وسپارل شول.
2دوه کسان مې د اورشلیم د ښار د اداره کولو دپاره د چارواکو په توګه وټاکل: زما ورور حناني او د جنګي کلا قوماندان حننیا. حننیا د ډېرو خلکو په پرتله یو اعتباري سړی ؤ او له خدایه وېرېده.
3ما هغوی ته وویل: «د اورشلیم دروازې تر هغه وخته پورې مه خلاصوئ ترڅو لمر ښه نه وي راختلی او د لمر پرېوتلو په وخت کې یې د ساتونکو د رخصتېدلو څخه مخکې تړئ او اړم ورته اچوئ.» هغوی ته مې دا هم وویل چې د اورشلیم د اوسېدونکو څخه ساتونکي وټاکي او د هغوی څخه ځینې کسان پوستو ته ورکړي او نور دې د خپلو کورونو په شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي.
4اورشلیم یو لوی او پراخه ښار ؤ، خو ډېر خلک په کې نه اوسېدل او تر هغه وخته پورې لا کورونه په کې بېرته جوړ شوي نه وو.
5خدای دا فکر زما په زړه کې واچاوه چې قوم او د هغوی مشران او مامورین د هغو د کورنیو د سوانحو د ثبتولو دپاره راټول کړم. ما د هغو خلکو نسب نامې راپیدا کړې چې د اسیرتوب څخه لومړی راستانه شوي وو او دا هغه معلومات دی چې ما راپیدا کړ:
6ډېرو جلاوطنو خلکو د څپرکیل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې.
7دا د هغوی مشران وو: زروڅپرکیل، یشوع، نحمیا، عزریا، رعمیا، نحماني، مردخای، بلشان، مسفارت، بغوای، نحوم او بعنه.
8-
25دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو: د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه د آرح له طایفې څخه - ۶۵۲ تنه د فحت موآب له طایفې څخه چې د یشوع او یوآب د اولادې څخه وو - ۲۸۱۸ تنه د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه د زتو له طایفې څخه - ۸۴۵ تنه د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه د بنوي له طایفې څخه - ۶۴۸ تنه د ببای له طایفې څخه - ۶۲۸ تنه د عزجد له طایفې څخه - ۲۳۲۲ تنه د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۷ تنه د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۶۷ تنه د عادین له طایفې څخه - ۶۵۵ تنه د آطیر له طایفې څخه چې د حزقیا په نوم هم یادېده - ۹۸ تنه د حاشوم له طایفې څخه - ۳۲۸ تنه د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۴ تنه د حاریف له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه د جبعون له طایفې څخه - ۹۵ تنه
26-
38هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل، هم راستانه شول: د بیت لحم او نطوفه څخه - ۱۸۸ تنه د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه د بیت عزموت څخه - ۴۲ تنه د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه د بیت ییل او عای څخه - ۱۲۳ تنه د بل نبو څخه - ۵۲ تنه د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۱ تنه د سناعه څخه - ۳۹۳۰ تنه
39-
42دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یدعیا د طایفې څخه چې د یشوع د اولادې څخه وو - ۹۷۳ تنه د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه
43-
45د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه چې د هودویا اولاده وه - ۷۴ تنه د خدای د کور د سندرغاړو څخه چې د اساف اولاده وه - ۱۴۸ تنه د خدای د کور د ساتونکو څخه چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه- ۱۳۸ تنه
46-
56د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعا، فادون، لبانه، حجابه، شلمای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، معونیم، نفوشسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلیت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
57-
59د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: سوطای، صوفرت، فریدا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمون.
60د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
61-
62شپږ سوه دوه څلوېښت تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادون او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
63-
64د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول.
65د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
66-
69د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر دوه سوه پنځه څلوېښت تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو: اسونه - ۷۳۶ قچرې - ۲۴۵ اوښان - ۴۳۵ خره - ۶۷۲۰
70-
72د طایفو ځینو مشرانو د خدای د کور د بیا ودانولو د لګښت دپاره مرسته وکړه. والي دا شیان خزانې ته ورکړل: اته کیلوګرامه سره زر، د مراسمو د سرته رسولو په خاطر ۵۰ دانې کاسې او د کاهنانو دپاره ۵۳۰ چپنې. د طایفو ځینو مشرانو دا شیان خزانې ته ورکړل: ۱۶۸ کیلوګرامه سره زر او ۱۲۵۰ کیلوګرامه سپین زر. نورو خلکو دا شیان ورکړل: ۱۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۱۱۰۰ کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره ۶۷ چپنې.
73نو کاهنان، لاویان، د خدای د کور ساتونکي، سندرغاړي، نور خلک، د خدای د کور خدمتګاران یعنې د اسراییلو ټول قوم د یهودا په ښارګوټو او ښارونو کې ځای په ځای شول.