Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1سنبلط، طوبیا، جشم چې عرب ؤ او زمونږ نورو دښمنانو واورېدل چې مونږ د دېوال د ودانولو کار پای ته رسولی دی او په هغه کې هېڅ سوری پاتې نه دی. یوازې د دروازو د پلو د ایښودلو کار پاتې ؤ.
2نو سنبلط او جشم ماته یو پیغام راولېږه او دا وړاندیز یې وکړ چې د هغوی سره د اونو په ډاګ کې په یوه کلي کې وګورم. زه پوه شوم چې دا د هغوی یو چل ؤ او غوښتل یې چې ماته زیان ورسوي.
3هغوی ته مې استازي ورولېږل چې داسې ورته ووایي: «زه په یو مهم کار باندې بوخت یم. زه نه شم کولای چې خپل کار پرېږدم، هلته درشم او ستاسو سره وګورم.»
4هغوی څلور ځلې هماغه پیغام راولېږه او ما ورته هر ځل هماغه ځواب ورلېږه.
5نو سنبلط خپل خدمتګار د پنځم ځل دپاره د یو لیک سره راولېږه، دا یو سرخلاصی لیک ؤ.
6په هغه کې داسې لیکل شوي وو:«جشم وایي چې د ګاونډیو قومونو په منځ کې داسې اوازې دي چې ته او یهودیان اراده لرئ چې سرغړونه وکړئ، نو په دې خاطر تاسو دا دېوال ودانوئ. دا هم وایي چې ته غواړې خپل ځان د هغوی پاچا کړې.
7همدارنګه تا نبیان هم ټاکلي دي چې په اورشلیم کې داسې اعلان وکړي چې نحمیا د یهودا پاچا دی. نو دا خبر به بېرته پاچا ته ورسیږي، ښه به دا وي چې زما سره وګورې، ترڅو په دې اړه یو د بل سره مشوره وکړو.»
8ما هغه ته ځواب ورولېږه: «ته چې څه وایې په هغې کې هېڅ رښتیا نشته. دا ټولې خبرې تا د خپله ځانه جوړې کړې دي.»
9هغوی ټولو هڅه کوله چې مونږ ووېروي او د دې کار څخه لاس واخلو. خو ما خدای ته دعا وکړه چې ماته قوت راکړه.
10شمعیه د دلایا زوی او د مهیتبییل لمسي نه شو کولای چې خپل کور پرېږدي، نو زه د هغه د لیدلو دپاره لاړم. چې کله یې زه ولیدم، ویې ویل: «باید د خدای په کور کې پټ شو او دروازې قلف کړو، ځکه چې هغوی د شپې راځي چې تا ووژني.»
11ما ځواب ورکړ: «زه داسې سړی نه یم چې وتښتم او پټ شم. ایا ته فکر کوې چې زه به د خدای په کور کې په پټېدلو سره خپل ژوند وژغورم؟ زه به دا کار ونه کړم.»
12کله چې ما په دې اړه فکر وکړ نو پوه شوم چې خدای شمعیه نه دی رالېږلی، بلکې طوبیا او سنبلط هغه ته رشوت ورکړی دی چې ماته دا خبرداری راکړي.
13هغوی هغه اجیر نیولی ؤ چې ما ووېروي او ګناه وکړم، ترڅو هغوی وکولای شي چې زما نوم بد کړي او ومې شرموي.
14ما دعا وکړه: «ای زما خدایه، هغه څه چې طوبیا او سنبلط وکړل هغه در په یاد کړه او هغوی ته سزا ورکړه. همدارنګه نوعدیه پیغمبره او نور ټول نبیان در په یاد کړه چې غوښتل یې ما ووېروي.»
15دېوال په دوه پنځوس ورځو کې د ایلول د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه پای ته ورسېده.
16کله چې زمونږ ټول دښمنان خبر شول چې کار پای ته ورسېده، نو شاوخوا قومونه ووېرېدل او رسوا شول، ځکه چې هغوی په دې پوه شول چې زمونږ خدای د دېوال په بیا ودانولو کې زمونږ سره مرسته کړې ده.
17په دې ټوله موده کې یهودي مشرانو او طوبیا یو بل ته لیکونه استول.
18دوه دلیلونه وو چې په یهودا کې ډېرو خلکو د طوبیا سره قسم کړی ؤ: یو دا چې شکنیا د آرح زوی د هغه خسر ؤ او بل دا چې د طوبیا زوی یهوحانان د برکیا د زوی مشلام د لور سره واده کړی ؤ.
19خلکو به زما په مخکې د طوبیا د ښو کارونو په اړه خبرې کولې او زما خبرې به یې هغه ته رسولې. نو طوبیا به لیکونه رالېږل چې ما ووېروي.