Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1ای څښتنه ولې لېرې ته ودرېږې؟د سختیو وخت کې ولې پټوې ځان؟
2کبرجن دي بدکاران او ځوروي دوی غریبانهغوی دې ګېر شي هغو نقشو کېچې جوړې کړې دي دوی
3کوي فخر بدکاران په خپلو بدو خواهشاتوحریصان سپکوي څښتن ورته ښکنځلې کوي
4هېڅ پروا د څښتن نه کړي بدکاراندوی له کبره کوي فکر چې خدای هېڅ دی
5تل کامیاب دي بدکاران خپلو کارو کېد دوی د پوهې نه اوچت دي قضاوتونه د خدایوهي ملنډې دوی په خپلو ټولو دښمنانو باندې
6خپلو زړونو کې دوی وایي:«نه لړزېږو مونږ هېڅکلهپه پېړیو کې ځورېږو نه هېڅکله»
7خولې یې ډکې د لعنتونو، درواغو او اخطارونواو د ژبو په سرونو یې بدي او شرارت دی
8نژدې کلیو کې ځانونه پټويبې ګناه خلک قتلوي پټو ځایونو کېد دوی سترګې د کم بختو څار کوي
9د زمریانو په شان دوی کړي انتظار پټو ځایو کېدوی پراته وي انتظار کې د خوارانودوی رانیسي او راکاږي دا خواران خپلو دامو کې
10دي بې وزله قربانیان پراته ټوټې ټوټېدي مات کړي د بدکارو زور دا خلک
11بدکاران خپلو ځانونو سره وایي:«خدای هېر کړي هغه ټول ديهغه سترګې پټې کړې ما به نه ویني هېڅکله»
12راپاڅه ای څښتنهسزا ورکړه بدکارانو ته ای خدایهته هېر نه کړې هغه خلک چې محتاج دي
13بدکاره خلک ولې خدای سپکوي؟خپلو ځانونو سره داسې وایي:«هغه به ماته سزا نه راکوي»
14خو ته ګورې او د خلکو تکلیفونه او غمونه وینېنو تل د مرستې ورکولو ته تیار یېخدایه سپاري مسکینان ځانونه تاتهته همېش د یتیمانو مددګار یې
15کړه مات لاسونه د بدانو او بدکارو خلکوته هغوی ته د بدیو سزا ورکړهچې نور ونه کړي دا کار په اینده کې
16تل ترتله به پاچا وي څښتننور قومونه نابودیږي به د ځمکې د ده
17ته دعا اورې څښتنه، د خوارانوورکوې د هغوی زړونو ته قوت
18د یتیمانو، مظلومانو فریادونه اورېد دوی په حق کې قضاوت کوې تهچې فاني انسان یې نور ونه وېروي