Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1زه به ستا شکر کوم د زړه له کومي ای څښتنهبیانوم به ټول کارونه عجیبه چې کړي تا
2زه به وایمه سندرې د خوښۍ ستا له سببهستا په نامه باندې سندرې د ثنا به وایمای خدای تعالی
3دښمنان زما چې مخ شي تا سرهتښتي او خوري دوی تیندکونه هلاکیږي
4تا زما په حق کې وکړه فیصلهناست یې په تخت په انصاف قضاوت کوې
5تا محکوم کړل نور قومونهتا نابود کړل بدکارانتا د دوی نومونه ورک کړل تر ابده
6ختم شوي تل دپاره دي زمونږه دښمنانتا کړل وران د دوی ښارونه تر ابدهدوی به بیا نه شي هېڅ وخت د چا په یاد
7خو څښتن دی تل ترتله په تخت ناستده خپل تخت دی تیار کړی قضاوت ته
8او حکومت کړي په راستۍ په دې جهانپه انصاف کړي د قومونو قضاوت
9څښتن د مظلومانو پناه ځای دید سختیو په شېبو کې امن ځای دی
10هغه خلک چې تا پېژني څښتنهکړي په تا به توکلیوازې نه پرېږدې هغوی چې رجوع کړي تاته
11د ثنا سندرې ووایئ څښتن تهچې صهیون کې پاچاهي کړيڅه چې هغه کړي دي بیان یې کړئ قومونو ته
12اخلي بدل د قاتلانو ځینېاو مظلومان یې هم په یاد کې ويفریاد د هغو هېرولی نه شي
13ای څښتنه رحم وکړه په ما باندېدښمنان زما، ما څومره ځوروي ورته وګورهای څښتنه ته د مرګ د خولې ما خلاص کړه
14نو به ستا ټول صفتونه بیانومه د صهیون په دروازه کېزه به هلته یم خوشحاله ځکه تا یمه ژغورلی
15هغه کنده چې قومونو وه ایستلېپه کې خپله ولوېدلهغه دام چې دوی ؤ ایښیپه کې خپله ونښتل
16مشهور شوی دی څښتن په خپل انصافبدکاران په خپلو بدو عملونو کې ګېریږي
17ګور د بدکارانو سرنوشت دیهم د هغو ټولو چې هېر کړی یې دی خدای
18ځکه محتاجان به تر ابده نه هېریږينه امید به د خوارانو تر ابده بربادیږي
19ای څښتنه انسان مه پرېږدهچې ستا په محکمه کې شي برلاسیکړه قومونه ته حاضر دې خپل حضور تهته هغوی محاکمه کړه
20وېره واچوه په دوی کې ای څښتنهترڅو پوه شي چې دوی یوازې انسانان دي