Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1ای څښتنه، زمونږ باداره!په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دیستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه
2ماشومان او تي رودونکي ماشومانستا د لویۍ سندرې وایيتا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضدهم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل
3کله چې وګورم اسمان ته چې جوړ کړی دی تاستوري سپوږمۍ ته چې ځای په ځا�� کړي دي تا
4نو انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟
5ځان پسې دوهمه درجه دې ده ورکړې ده تهتاج د عزت او شان شوکت دې ورته ایښی په سر
6تا مقرر کړل دوی په هرڅه چې جوړ کړي دي تاد دوی په واک کې دې ورکړي ټول شیان دي
7هم دې ورکړي ټول پسونه او غویاناو وحشي حیوانات
8هم د هوا مرغان او د دریاب ماهیاندا ټول مخلوقات چې په دریاب کې ګرځي
9ای څښتنه، زمونږ باداره!په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی