Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1ای څښتنه، زما خدایه، ما پناه راوړې تاتهوژغوره ما خلاص کړه د دوی ټولو راپسې چې دي
2هسې نه چې د زمرو په شان مې بوځي هغه ځای تهچې مې څوک د خلاصون نه ويما به کړي ټوټې ټوټې په هغه ځای کې
3-
4ای زما څښتنه خدایه زماکه مې کړې وي له چا سره بديیا مې کړی وي کوم دوست سره خی��نتیا بې سببه مې په خپل دښمن تېری کړی ويکه مې کړی وي کوم کار له دې کارونو
5نو بیا پرېږده دښمنان مې راپسې شي او ما ګېر کړيکړي پایمال مې او ما مړ کړيهم عزت زما له خاورو سره خاورې
6په خپل قهر کې راپورته شه څښتنه!زما د دښمنانو د غضب په مقابل کې شه راپورتهنو اوس راویښ شه ته زما دپارهبرقرار کړه عدالت چې ته یې غواړې
7ټول قومونه دې خپل ځان باندې راغونډ کړهحکومت وکړه په هغو له اسمانه
8ته قاضي یې د ټولو قومونوزما حق کې قضاوت وکړه څښتنهته پوهېږې چې صادق او بې ګناه یم
9خدایه ته عادل یې عدالت کېته ازمایې زړه او فکر د هرچاد بدکارو د بدیو مخه نیسهاجر ورکړه هغه چاته چې نېکان دي
10خدای دی سپر زماهم ژغورونکی د هغو دیچې په زړونو کې صادق وي
11خدای دی عادل قاضيبدکاران هره ورځ غندي
12که دوی نه کړلې بدلې خپلې لارېخدای به تېره کړي ورته خپله تورههغه کشوي او تیاروي ورته لینده خپله
13کړي به وژونکې وسله ورته تیارهجوړوي ورته هم غشي سوځوونکي
14ګورئ څنګه کوي فکر د بدۍ دا بدکارانجوړوي د ځورولو پلانونه دروغ وایي
15نورو خلکو ته چې دوی کیندي څاګانېشي به په خپله ورګوزار په کې
16ومومي سزا د خپلو بدو بههغه ظلمونه به یې په خپل سر انبار شي
17شکر به وکړم له څښتنه د انصاف دپارهڅښتن تعالی ته به ثنا وایمه په سندرو سره