Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1مه په قهرېږه ای څښتنه او ما مه رټه تهپه خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه
2زه یم کمزوری ای څښتنه، په ما رحم وکړه!ماته شفا راکړه څښتنه، چې هډوکي ټول خوږیږي زما
3څښتنه زه ډېر په کړاو کې یمهدا به ترڅو پورې تر کومې به وي؟
4ای څښتنه زما! راشه ما وژغورهپه خپلې مینې دې له مرګه ما راخلاص کړه
5کله چې څوک مړ شي بیا تا نه شي یادولیګور کې هېڅوک نه شي ستا ثنا بیانولی
6په زګېروو شومه زه ستړیهره شپه مې بستر لوند وي په ژړاهم مې لوند بالښت په اوښکو
7دید مې ډېر کمزوری شوی له غموزما سترګې پړسېدلې له ژړا نهپه سبب د دښمنانو
8ای بدکارو خلکو، لېرې شئ له مااورېدلې ده څښتن ژړا زما
9د کومک دپاره واورېده څښتن فریاد زماکړي قبوله به هغه دعا زما
10زما دښمنان به ټول شرمیږياو وېریږي به ډېرهغوی به تښتي ناڅاپيپه رسوایۍ سره