Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1واوره ای څښتنه ته ګفتار زماوکړه پام په اسوېلو زما
2ای زما پاچا ای زما خدایه!واوره ته فریاد زما کومک لرهځکه چې زه تاته دعا کومه
3هر سهار کې اواز اورې ته زماهر سهار کې زه کوم درته دعاانتظار د ځواب کړمه زه له تا
4نه یې داسې خدای چې خوښوې بدکارياوسېدی نه شي له ت�� سره هېڅ ډول ګناهکار
5ستا حضور کې کبرجن ودرېدی نه شيته نفرت لرې له ټولو بدکارانو
6ټول دروغجن هلاکوې تهجابران او چلبازان هم سپکوې ته
7خو په سبب د ستا له زیاتې او تلپاتې مینېزه به درشمه ستا کور تهاو ستا له وېرې په سجده به شمهستا سپېڅلي کور ته
8ای څښتنه، زما ډېر دي دښمنانلارښوونه راته وکړه چې زه وکړم ستا رضازما مخې ته کړه خپله لار صفا
9ځکه چې نشته رښتیا د هغوی په خوله کېاو زړونه یې غواړي د نورو بربادياو ژبې یې ډکې ديد ریاکارۍ او چل او وله څخهستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شان
10ته سزا هغوی ته ورکړهاو محکوم یې کړه ای خدایهچې په خپلو دسیسو خپله برباد شيپه سبب د دوی د ډېرو ګناهونوپه سبب د سرکښۍ ستا مقابل کېهغوی وشړه بېخي له خپل حضوره
11پرېږده چې وي هغه ټول کسان خوشحالڅوک چې ځان په تا کې پناه موميپرېږده چې مدام د خوشحالۍ سندرې ووایيوساته هغوی چې کوي مینه ستا د نوم سرهپه رښتیا چې له کبله ستا خوشحال وي
12ای څښتنه، ورکوې ته برکت نېکانو تهکړي به ستا رحم حفاظت د هغویلکه د سپر په شان