Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1ای زما دفاع کوونکی خدایهته قبوله زما دعا کړهپه سختۍ او په تنګۍ کېوکړه تا راسره مرستهمهربان اوسه پر مااو زما واوره دعا
2ترڅو به تاسو سپکوئ ما خلکو؟ترڅو به تاسو خوښوئ دا بې ارزښته شیان؟ترڅو به ګرځئ په درواغو پسې؟
3تاسې پوه شئ څښتن کړل غورهوفادار خلک د ځان دپارهکله چې کړمه زه دعا ��بلوي یې هغه
4وېرې نه ولړزېږئ نوره ګناه مه کوئکله چې تاسو خپل بستر کې غلي پرېوزئپه دې هکله کې ژور فکر وکړئ
5وکړئ مناسبې قربانۍ د خپل څښتن لرهاو په هغه باندې توکل وکړئ
6ډېر خلک پوښتنه کړي او وایي چې«څوک به وي چې وکړي خپل احسان په مونږ؟»ای څښتنه وځلوه نور دې د خپل ځان په مونږ
7تا ماته دومره خوشحالي راکړېچې دي زیاتې د غلو او د شرابو حاصل د هغوی
8څملم او ویده به شم په سوله کېای څښتنه صرف ته یې چې خوندي به مې ساتې