Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصافای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره
2زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بې ګناهته به زما مرستې ته کله راځې؟زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره
3بدو شیانو ته کتلو نه به ډډه کومد بې ایمانو د کارونو نه زه کرکه کومزه ��ه هغوی سره هېڅ کار نه لرم
4زه به نه کړم درغليهېڅ کار به نه لرم بدۍ سره زه
5زه به هغوی له منځه یوسم چې په پټه کړي غیبت د نوروزغملی نه شم هغه خلک چې لري زړونه کبرجن او مغرورې سترګې
6زه نېک ګڼمه هغه خلک چې وفادار ديهغوی به پرېږدم ما سره واوسیږيهغه خلک چې بې عیبه ديوي به هغوی ته اجازه چې خدمت وکړي زما
7چلباز به نه اوسیږي زما په کور کېدروغجن به پاتې نه شي زما حضور کې
8نابودوم بدکاره خلک هره ورځ په خپل وطن کېاو خراب خلک به د څښتن له ښاره وشړمه