Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1ای څښتنه کړه قبوله زما دعازما فریاد دې تاته ورسیږي
2په سخته ورځ کې دې مخ مه اړوه زما نهماته غوږ ونیسهکله چې تاته کړم دعا ته یې قبوله کړه زر
3فنا کیږي زما ژوند لکه لوګي په شاند سور انګار په څېر مې سوځي د بدن هډوکي
4د واښو په څېر مې زړه مات، مړاوی شویر��نه هېر دي چې ډوډۍ مې وخورم
5په لوړ اواز باندې زګېرویو له وجېصرف پوستکی او هډوکي مې بدن کې پاتې
6د صحرایي ګونګي په شان یمه زههغه ګونګی چې کنډوالو کې اوسي
7خوب مې له سترګو تښتېدلیهغې مرغۍ په شان یم چې اوسي ځانله په بام
8دښمنان ټوله ورځ پېغور راکويهغوی چې ما باندې ملنډې وهيلعنت ویلو کې زما نوم اخلي
9-
10ستا د قهر او غضب په سببخورمه ایرې زه د ډوډۍ په ځایاو د څښاک سره مې اوښکې ګډې شوېزه دې اوچت کړمه او لېرې دې ګوزار کړمه زه
11تېریږي عمر مې په څېر د مازدیګر د لمراو مړاوی کېږم د واښو په شان
12خو ای څښتنه ته په تخت ناست به یې تل ترتلهټولو نسلونو پورې به پاتې شي د ستا یادونه
13ته راپاڅېږې به او رحم په صهیون به وکړېاوس د دې وخت دی مهربانه په هغه چې شې تهټاکلی وخت رارسېدلی دی
14د هغه تیږې هم دي ګرانې په بندګانو ستااو د هغه په خاوره باندې هم کړي رحم
15ولسونه به وېریږي د څښتن له نومهاو د نړۍ ټول پاچاهان به یې وېریږي له جلاله څخه
16څښتن چې کله د صهیون ښار یوځل بیا جوړ کړينو خپل جلال به کړي ښکاره خلکو ته
17واوري زاري به د بې وزلو او د اړو خلکوپه سپکه سترګه به ونه ګوري د دوی دعا ته
18راتلونکي نسل ته دې ولیکل شي چې څښتن څه کړي ديترڅو ثنا ووایي څښتن ته هغویچې لا تر اوسه زېږېدلي نه دي
19څښتن وکتل له خپل سپېڅلي ځایهپاس له اسمان څخه یې وکتل د ځمکې په لور
20ترڅو زګېروي د زندانیانو واورياو خلاص کړي هغوی چې وو محکوم په مرګ
21نو له دې وجې به صهیون کې خلک یاد کاندي نامه د څښتنثنا او صفت به یې اورشلیم کې وکړي
22چې شي راټول قومونه او د پاچاهیو خلکترڅو څښتن ته عبادت وکړي
23څښتن په نیمه لار کې واخیست زما ځواک راڅخهاو زما ورځې یې کړې لنډې
24نو ما وویل: «ای زما خدایهپه ځوانۍ کې رانه ژوند مه اخله!ته ای څښتنه یې تر ابده ژوندی»
25له ډېر پخوا څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکېاو اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې
26هغوی فنا به شي خو ته به پاتې شېهغوی به ټول لکه لباس زاړه شيته به بدل کړې هغوی لکه چپنې په شاناو هغوی به شي فنا له سترګو
27خو پاتې کېږې په خپل حال ته مداماو پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران
28اوسیږي امن کې به ستا د بندګانو اولادوي به قایم او دایم اولاده د دوی ستا تر نظر لاندې