Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه!
2ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!مه هېروه ټول احسانونه یې ته!
3څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښياو ستا ټول رنځونه روغوي
4څوک چې ژغوري تا له مرګهاو خپل د مینې او رحم تاج ستا په سر باند�� ږدي
5چې پوره کوي څوک ارمانونه ستا په ښو شیانوترڅو تازه شي د عقاب په څېر ستا ځواک او ځواني
6څښتن کوي انصاف د ټولو مظلومانو سرهورکوي بېرته د هغوی حقونه
7موسی ته یې خپله اراده وښودهد اسراییلو قوم ته یې خپلې کارنامې وښودې
8څښتن رحیم او مهربانه دیزر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
9نه به ورکوي دوام رټلو تهنه به خپل قهر ساتي زړه کې تل مدام
10نه راکوي مونږ ته زمونږ د ګناهونو سره سمه سزانه اخلي بدله زمونږ د بدو کارو
11لکه چې څومره دی د ځمکې نه اسمان اوچتدومره یې مینه ده تلپاتې د هغو دپاره چې وېریږي ترې
12څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخهدومره زمونږ نه لېرې کوي ګناهونه زمونږ
13څومره چې پلار وي مهربان خپلو بچیو باندېدومره څښتن وي مهربان په هغو خلکو باندېچې کوي وېره ترې
14هغه پوهیږي چې مونږ څنګه پیدا شوي یوهغه ته یاد دي چې له خاورې پیدا شوي یو مونږ
15د انسان ژوند دی د واښو په شانچې د صحرا د ګل په شان غوړیږي
16کله چې باد ولګي نو ځي له منځهاو بیا نه ښکاري په خپل ځای کې
17خو د څښتن مینه د ازل نه تر ابده به ويد هغو خلکو سره چې کوي وېره ترېد ده نېکي به وي مدام د هغوی د نسلونو سره
18د هغو خلکو سره چې وفادار اوسي د هغه لوظ تهاو په حکمونو یې عمل کوي په غور سره
19څښتن خپل تخت ځای په ځای کړی په اسمان کېاو پاچاهي کوي په ټولو باندې
20ای زورورو فرښتوچې کړئ عمل یې په حکمونو او خبره یې اورئثنا ووایئ د څښتن
21ثنا ووایئ د څښتن ای د هغه د فرښتو ډلوای خادمانو د هغه چې اراده یې پوره کوئ تاسو
22ای د څښتن ټول مخلوقه، د هغه ثنا ووایئده په هر هغه ځای کې پاچاهي د هغهووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!