Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1اووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!څومره عظیم یې ته زما څښتن خدایه!د لویۍ او د جلال لباس کې پټ یې
2تا په رڼا کې ځان پوښلی د کالیو په څېرتا اسمانونه غوړولي د خېمې په شان دي
3پاسنی چت دې د خپل کور جوړ کړی ورېځو باندېخپلې جنګي ګاډۍ په شان له ورېځو کار اخلې تهسپرېږې ته په وزرونو �� باد
4ته د بادونو نه کار اخلې د استازو په شاند اور لمبې ته کاروې د خادمانو په شان
5تا درولې ځمکه داسې بنیادونو باندېهغه به هېڅکله ونه خوځیږي
6په دریابونو باندې وپوښله ځمکه دې چپنې په څېراوبو نیولي دي د غرو سرونه
7اوبه چې ورټلې تا نو هغه وتښتېدېستا د تندر د اواز په اورېدو سره په منډه شولې
8د غرو په څوکو باندې وبهېدې شولې درو ته ښکتهلاړلې هغه ځای ته چې ټاکلی ورته تا ؤ
9تا ورته حد وټاکه چې ورنه تېرې نه شيڅو یوځل بیا ځمکه ونه پوښي دوی
10جاري کوې چینې درو کې تهترڅو اوبه یې شي روانې د غونډیو منځ کې
11د څښاک اوبه ورکوي ټولو ځنګلي ځناورو تهماتوي تنده په دې د ځنګلي خرو
12مرغان اوسیږي د اوبو په شاوخوا ونو کېوایي سندرې یې په څانګو باندې
13اوبه کوې غرونه له خپل اسماني کورهستا د کارونو د ثمر ځینې بسیا ده ځمکه
14راشنه کوې واښه څارویو لرهد انسانانو په خاطر بوټي چې ویې کريترڅو د ځمکې نه خواړه پیدا کړي
15هم د انګورو شراب چې دوی یې خوښ کړيزیتونو تېل یې د مخونو د ځلا دپارهاو هم خواړه چې دوی ته ورکړي قوت
16د څښتن ونې ښې خړوبې شولېد سبر ونې د لبنان چې دي هغه کرلې
17جوړوي ځالې په هغو کې مرغانلري کورونه لګ لګان د صنوبر ونو کې
18اوسیږي لوړو غرو کې ځنګلي وزېګړنګونه پناه ځای د غرنۍ سویو
19تا سپوږمۍ ده پیدا کړې چې معلومې کړو پرې میاشتېپوهیږي لمر چې پرېوځي څه وخت
20ته راولې تیاره او شپه جوړیږيټول ځنګلي ځناور ګرځي په کې
21غړمبیږي ځوان زمریان ښکار پسېتیاروي چې ورته خدای هغه خواړه لټوي
22چې لمر راوخېژي، دوی بېرته ورځيخپلو غارو کې څملي
23خپلو کارو پسې روان شي خلکاو تر ماښامه پورې زیار وباسي
24تا دي جوړ کړي ای څښتنه ډول ډول شیانټول دې جوړ کړي د حکمت له مخېپه مخلوقاتو ځمکه ډکه ده ستا
25دریابونه دي پراخه او لویچې بې شمېره مخلوقات په کې اوسیږيکه کوچني دي یا غټ
26وګورئ کشتۍ چې دي روانې د هغوی په سراو نهنګ چې پیدا کړی دی تا او په کې لوبې کوي
27هغه ټول دي په تمه تاتهچې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې
28ته چې هغوی ته ورکوې کوم شیان، راټولوي یې هغویستا د لاس په خلاصېدو، ماړه کیږي هغوی په ښو شیانو
29چې مخ ترې واړوې نو سخت وېریږي هغویچې ساه ترې واخلې نو مړه کیږي هغویاو ورځي بېرته هغې خاورې ته چې جوړ شوي ورنه
30چې کله ورکړې ورته ساه نو ژوندي شي هغویاو ورکوې ځمکې ته نوی ژوندون
31وي تر ابده دې جلال د څښتنخپلو کارونو باندې وي دې خوشحاله څښتن
32چې ځمکې ته وګوري نو په لړزان شي هغهچې غرو ته لاس وروړي نو ترې راوځي لوګی
33زه به خپل ټول عمر سندره د څښتن وایمهترڅو ژوندی یم زه ثنا به د خپل خدای وایمه
34وي دې خوشحاله په خیالونو زماځکه چې زه یمه خوشحاله د څښتنه څخه
35شي نابود ګناهکاران دې ټول د ځمکېپاتې دې نه شي بدعمله نورووایه ثنا ته د څښتن ای زما ځانه!د څښتن ثنا او صفت وکړئ!