Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
45 verses
1کوئ شکر د څښتناو د هغه په نوم دعا کوئ!نورو قومونو ته دا ووایئڅه چې هغه کړي دي
2هغه ته حمد ووایئووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندرههغه چې کړي عجیبه کارونهکړئ یې بیان خلکو ته
3په پاک نوم د هغه وکړئ افتخاروي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه
4وغواړئ ��ومک له څښتنهوکړئ عبادت یې تل
5-
6ای اولادې د ابراهیم چې دی د خدای بندهای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتنکړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغههم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو
7دی څښتن زمونږه خدایراولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای
8هغه ولاړ به تر ابده وي خپل لوظ باندېوي وعدې به د ده تر زرو نسلونو پورې
9هغه لوظ چې هغه وکړ د ابراهیم سرههغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره
10هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شاناو اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه
11هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعانوي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»
12کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤوو پردي د کنعان خاوره کې دوی
13دوی سرګردانه ګرځېدل به یو او بل وطن کېتلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی
14خو خدای پرېنښودل هېڅوکچې په دوی ظلم وکړيد دوی دپاره یې شاهان ورټل
15هغوی ته یې وویل:«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»
16څښتن راوستله قحطي د دوی په خاورهاو د خوړو وسیلې یې د دوی نه واخیستلې
17له دوی نه مخکې یې یو کس ولېږهیعنې یوسف چې شولو خرڅ لکه غلام په توګه
18وې تړلې پښې په زنځیرو ورتهاوسپنې کړۍ یې ورته واچوله غاړه کې
19څو چې وړاندوینه یې رښتیا شولهاو عملونه یې ثابت کړل د څښتن کلام
20پاچا د مصر کړ ازاد هغهیعنې د قومونو پاچا خوشې کړ
21هغه یې مشر کړ د خپل حکومتخپل ټول ملکیت باندې حاکم کړلو
22چې د پاچا په مامورانو باندې واک ولرياو د پاچا سلاکارانو ته روزنه ورکړي
23نو بیا یعقوب لاړلو مصر تهشو استوګن هغه د حام وطن کې لکه پردي په شان
24خپلو خلکو ته څښتن ډېر اولادونه ورکړلاو دوی قوي یې کړل په خپلو دښمنانو باندې
25مصریان یې جوړ کړل دې تهچې د ده له قومه وکړي هغوی کرکهاو چلند وکړي په ټګۍ د څښتن خلکو سره
26بیا هغه ولېږه موسیٰ خپل خادماو هم هارون چې غوره کړی یې ؤ
27هغوی د خدای نښې ښکاره کړلې مصریانو تهاو معجزې د هغه یې وښودې د حام په ځمکه
28په هغې وطن تیاره کړه خدای نازلهموسی او هارون ونه کړه د خدای نافرماني
29د سیند اوبه یې ورته بدلې کړې په وینو باندېاو ټول کبان یې ورته مړه کړل
30ډک شو وطن یې چونګښانو باندېپه چونګښانو حتی ډکه شوه شاهي ماڼۍ هم
31د خدای په حکم ټول وطن باندېراغی د ماشو او مچانو لښکر
32د باران په ځای نازله یې ږلۍ کړهد دوی وطن باندې برېښنا او تندر وپړکېده
33ورته تباه یې کړل تاکونه، د انځرو ونېاو رانسکورې یې کړې ټولې ونې
34د هغه په حکم راغلل ملخانچې وو بې شمېره هغوی
35د دې وطن شنه بوټي یې ټول وخوړلاو د دوی د ځمکو ټول حاصل یې وخوړ
36د مصریانو په وطن کېد هغوی یې مړه کړل ټول مشران زامند نارینتوب اولنۍ مېوه یې کړه ویجاړه ورته
37اسراییلیان بیا څښتن وویستل له مصره ځینېسره زر او سپین زر لېږدول هغوی د ځانه سرهټول وو سالم او ځواکمن
38په وتلو د دوی مصریان خوشحاله شولځکه هغوی ډېر وېرېدلي وو ترې
39سیوري دپاره خدای خپره کړه ورېځ په خپلو خلکواور یې راولېږلو شپه کې د رڼا دپاره
40هغوی ترې سوال وکړ هغه مړزان ورکړل ورتههغوی ته یې ورکړله ډوډۍ د اسمانه څخهچې شي ماړه پرې هغوی
41هغه ګټ وچولو او ترې نه جاري شوې اوبهوبهېدې د سیند په شان دښته کې
42ځکه رایاده یې کړه خپله پاکه وعدههغه چې کړې وه څښتن له خدمتګار خپل ابراهیمه سره
43هغه راوویستل خپل خلک له خوشحالۍ سرهخپل غوره خلک د سندرو له ویلو سره
44هغوی له وریې کړلې ځمکې د قومونو نورواو دوی راټول کړلو حاصل چې ؤ کرلی نورو
45ترڅو حکمونه د څښتن ومنياو قوانین یې عملي کانديد څښتن ثنا او صفت دې وکړئ!