Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
48 verses
1د څښتن ثنا او صفت وکړئ!د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
2څوک کولای شي بیان کړي د هغه عظیم کارونه؟څوک په پوره توګه کولای شي صفت یې وکړي؟
3بختور هغه دي چې کړي انصاف د نورو سرهچې تل دپاره نېک کارونه کوي
4احسان کوې چې په خپل قوم، ما هم په یاد ساتهماته هم راکړه نجات کله چې نجات ته ورکوې هغوی ته
5چې غوره شوی قوم زه ستا نېکمرغه ووینمهاو له هغوی سره خوشحاله اوسماو ستا د خلکو په ویاړونو کې شریک شمه زه
6مونږه ګناه کړې ده لکه چې کړې وه نیکونو زمونږمونږه ګناه او بد عمل کړی دی
7زمونږ نیکونه نه شول پوه مصر کېپه عجیبه کارو د خدای باندېهغوی کړه هېره د هغه ډېره، تلپاتې مینهسرې بحیرې په غاړه وکړه سرکښي یې مقابل کې د ده
8خو دوی ته وریې کړ نجات د خپل نامه په خاطرترڅو چې وښایي خپل لوی قدرت
9سره بحیره چې هغه ورټله وچه شولهقوم یې خپل تېر کړ د دریاب په منځ کېلکه د دښتې په څېر وچه شوله ځمکه ورته
10هغوی یې وژغورل د لاسه د هغو خلکوچې کړله کرکه یې له دوی څخههغوی یې خلاص کړل د خپلو دښمنانو د منګولو څخه
11خو اوبو ډوب کړل د هغوی بدخواهانحتی یو کس هم ژوندی پاتې نه شو
12بیا د هغه قوم اعتبار وکړ د ده په وعدهد ثنا او صفت سندره یې هغه ته وویله
13خو هغوی زر هغه کارونه هېر کړلکوم چې څښتن کړي وواو نصیحت ته د هغه ونه کړ دوی انتظار
14سخته اشتها د هغوی دښته کې پیدا شوه د خوړو لرهاو په صحرا کې یې په خدای ازمایښت وکړلو
15نو څه چې غوښتي وو هغوی هغه یې ورکړل ورتهخو رانازل یې کړ په دوی باندې مرګونی مرض
16کله هغوی چې کینه وکړله موسیٰ سره د دښتې کمپ کېاو هم هارون سره وقف شوی چې څښتن لره ؤ
17بیا خوله خلاصه کړله ځمکې او ژوندی یې تېر کړ داتاناو په کې ښخ شول ابیرام او د هغه خلک
18اور شو نازل په پیروانو د دوید اور لمبې وسوځول هغه بدکاره خلک
19د سینا غره کې هغوی جوړ کړد سرو زرو خوسکیاو عبادت یې وکړ جوړ شوي بت ته
20هغوی بدل خپل جلالي خدای کړلود یو غویي مجسمې ته چې ؤ خوراک یې واښه
21هغوی هېر کړلو خپل ژغورونکی خدایتر سره کړي لوی کارونه چې یې مصر کې وو
22څه معجزې چې هغه کړې وې د حام په وطنهم یې کړل هېر هغه عجیبه کارونهتر سره کړي یې چې وو سرې بحیرې په غاړه
23نو کله چې وویل خدای چې به خپل قوم تباه کړيد هغه غوره شوی خدمتګار موسی راودرېدد هغوی د شفاعت دپارهچې قهر یې سوړ کړي او تباه نه کړي دوی
24بیا هغوی وکړلو انکار د هغه ښه وطن د تللو ځینېځکه چې نه یې درلود باور د خدای په وعده
25خپلو خېمو کې شول پاتې ګورېدل هغوینه یې منله د څښتن خبره
26نو هغه پورته کړ خپل لاسقسم یې وخوړ ورتهچې په دې دښته کې به مړه کړي هغوی
27خوره وره به اولاده یې کړي پردو قومونو کېچې هغوی مړه شي په پردیو وطنونو کې
28بیا په فغور کې د خدای قوم کړلو ځان وقف بعل تهاو بتانو ته ورکړل شوې قربانۍ یې خوړلې
29په دغو خپلو عملونو باندې دوی څښتن راوپاراوهاو په هغوی باندې وبا راغله
30خو فینحاس پاڅېد مجرمانو ته یې سزا ورکړهاو وبا ودرېدله
31دا عدالت کې د فینحاس شو حساباو تل ترتله به یادیږي هغه
32د مریبه د چینو څنګ کې دوی څښتن غوسه کړشولو موسی د دوی له لاسه په کړاو
33هغوی کړ دومره د موسی حالت تریخچې یې راووتل د خولې نه بې سنجشه الفاظ
34نه کړل تباه دوی بېګانه قومونهڅنګه څښتن چې ؤ ورکړی حکم
35ټینګې اړیکې د دوستۍ یې کړلې هغو سرهاو د هغوی بد رواجونه یې خپل کړل
36عبادت یې وکړ د هغوی د بتانودا کار په څېر د یوه دام شو دوی ته
37کړل قرباني یې پېریانو د کنعان تهخپل زامن او لوڼې
38د بې ګناهو ماشومانو وینه یې تویه کړلهد خپلو لوڼو او زامنو وینهچې قرباني یې کړل بتانو د کنعان ته هغویپه وینو ولړله ځمکه هغوی
39خپلو اعمالو باندې کړل یې خپل ځانونه ناپاکاو بې وفا شول خدای ته د زناکارې ښځې په شان
40څښتن په قهر شو په خپل قوم باندېشولو بېزار له خپلو خلکو څخه
41پردي قومونو ته یې تسلیم کړل هغویهغو حکومت کاوه په دوی چې ترې نفرت یې کاوه
42دښمنانو د هغوی کاوه پرې ظلموو سخت ذلیل د دوی تر لاس لاندې
43څښتن څو ځلې وژغوره خپل ولسخو دوی د هغه مقابل کې سرکښي غوره کړهاو په ګناه کې ډوب شول
44خو بیاهم هغه په دوی باندې به رحم کاوهچې کله وو به مصیبت کې هغویاو اورېده به یې فریاد د هغوی
45هغه رایاد کړلو خپل لوظ د هغوی په خاطراو کړه بدله فیصله یې په سببد خپلې تلپاتې زیاتې مینې
46کړل هغوی ته یې خواخوږي هغه خلکچې اسیران وو دوی له هغو سره
47وژغوره مونږ، زمونږ څښتنه خدایهمونږ یوځای سره راغونډ کړه له قومونوترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستاستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي
48ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهوکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورېبیا دې ووایي ټول قوم: «امین»ثنا او صفت دې وي څښتن ته!