Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
2ای ټولو خلکو چې څښتن یئ ازاد کړي داسې ووایئهغه خلاص کړي یئ د خپلو دښمنانو ځینې
3او بېرته یې راوستلئ له پردیو ملکونو څخهله ختیځه او لوېدیځه او له شماله او جنوبه څخه
4ګرځېدل هسې په بیابان کې سرګرد��نه هغویپیدا کولای نه شوه لاره د هغه ښارچې په کې واوسیږي
5هغوی شول وږي تږياو مرګ ته نژدې وو هغوی
6نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن تهاو دوی یې کړل خلاص له مصیبته
7هغوی ته یې وښودله سمه لارهچې دوی پیدا هلته یو ښار کړي د اوسېدو دپاره
8د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوید عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
9ماتوي تنده هغه د تږو خلکواو مړوي وږي خلک په ښو خوړو باندې
10په دوی کې ځینې اوسېدل تیاره کېوو تړل شوي بندیان په زنځیرونو باندې
11ځکه دوی وکړه سرکښي د خدای له امره څخهاو لارښوونې یې کړې ردې د خدای تعالی
12هغوی یې دومره کړل ستومانه په ډېر سخت کارونوچې له پښو ولوېدل او هېڅوک نه ؤچې د هغوی سره څه مرسته وکړي
13نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن تهاو دوی یې کړل خلاص له مصیبته
14سختې تیارې نه یې هغوی راویستلاو ورته مات یې زنځیرونه کړل
15د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوید عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
16هغه کړې ماتې برنجي دروازېاو اړمونه یې د اوسپنې ټوټې ټوټې کړل
17ځینې کم عقل شول په سبب د سرکښیو خپلواو کړېدل په سبب د عملونو خپلو
18د هغوی زړونه له خوړو نه تور شولاو مرګ ته نژدې شول هغوی
19نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن تهاو دوی یې کړل خلاص له مصیبته
20هغوی یې روغ کړل خپل کلام باندېاو هغوی یې خلاص کړل له مرګه څخه
21د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوید عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
22شکر دې وباسي د هغه په قربانیو باندېد خوشحالیو په سندرو دې بیان کړي د هغه کارونه
23ځینې کشتیو کې روان شول په دریاب باندېاو ژورو اوبو کې یې کاروبار کولو
24هغوی ولیدل کارونه د څښتنپه ژورو دریابونو کې د هغه عجیبه کارونه
25د هغه په حکم راوالوتل توفاني بادونهاو د دریاب څپې شوې پورته
26کشتۍ ګانې به هوا ته جګېدلېاو ډوبېدلې به بیا بېرته د دریاب په تل کېکشتیوانانو به بایلله حوصله خپله داسې خطر کې
27کاږه واږه به هغوی تلل او زنګېدل به نشیانو په شاننه پوهېدل هغوی چې څه وکړي
28نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن تهاو دوی یې کړل خلاص له مصیبته
29هغه ارام کړ توفاناو څپې غلې شولې
30چې ارامي شوه نو خوشحال شول هغویاو هغه بندر ته یې خوندي راوستل چې دوی غوښتلو
31د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوید عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
32د هغه لویي دې کړي بیان د خلکو غونډه کېاو د مشرانو په جرګه کې دې صفت وکړي
33هغه سیندونه کړل بدل په دښتهاو چینې د اوبو په وچه ځمکه باندې
34هغه بدله کړله ښه حاصلخېزه ځمکه په ښوره زاره ځمکهد هغو خلکو د بدۍ په سبب چې هلته اوسي په کې
35هغه بدله کړله دښته په ډنډونو باندېاو کړلې یې بدلې وچې ځمکې په چینو باندې
36هلته یې راوستل وږي خلک چې په کې واوسیږياو هغوی ښار جوړ کړ چې په کې واوسیږي
37هغوی کښېنول تاکونه او پټي یې وکرلاو ډېر حاصل یې واخیست
38خپل قوم ته یې ورکړ برکت او اولادونه یې زیات شولاو هغه پرېنښودې چې کمې شي پادې او هم رمې د هغوی
39کله چې وخوړله ماتې د خدای قوم او سپک شول هغوید ظالمانو له خوا او ځورېدل هغوی
40هغه سپک کړل ظالمان خلکاو خوشې صحرا کې سرګردان کړل هغوی
41خو محتاج خلک یې بدبختۍ نه خلاص کړلاو کورنۍ یې ورته زیاتې کړلې لکه رمو په شان
42صادقان خلک چې دا ګوري نو کوي خوشحاليخو ټول بدکاره خلک چوپ پاتې شي
43څوک چې هوښیار وينو غور دې وکړي دې خبرو باندېفکر دې وکړي د څښتن د تلپاتې مینې په څپرکی