Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایهزه به وایمه سندرې او د زړه له کومي ستا صفت کومه
2ای زما چنګه او رڅپرکیه رابېدار شئ!زه راویښ به سباوون کړم
3ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کېهم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
4له اسمانونو ��ه ده لوړه ستا تلپاتې مینهوفاداري دې تر فلکه رسي
5خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندېپه ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
6په خپل طاقت دې مونږه وژغورهاو قبوله زما دعا کړهترڅو نجات ومومي هغه خلکد هغه چا سره چې مینه کوې
7د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړماو د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
8جلعاد زما دی او منسي مې هم دیدی افرایم مې اوسپنیزه خولۍاو یهودا مې شاهانه امسا ده
9خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شانخپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمهپه فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
10څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
11تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
12مرسته مو وکړه د دښمن په خلافنه لري ګټه د انسان مرسته
13مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږهغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان