Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1ای خدایه چې ستا ثنا وایمهمه پاتې کېږه خاموش
2بدکارانو او دروغجنو خلکوخولې خلاصې کړې دي په ما پسېزما په هکله هغوی دروغ وایي
3رانه چاپېر دي هغوی او راته کوي خبرېله نفرتونو ډکېاو بې سببه کوي جنګ راسره
4زما د مینې په بدل کې لګوي په ما تورونهخو زه د هغوی دپاره دعا کومه
5د ښو بدل کې کوي بد راسرهاو زما د مینې په بدل کې رانه کرکه کوي
6ته مقرر کړه کوم خراب سړیچې محاکمه کاندي دښمن زمااو تهمت ویونکی دې پرې تهمت ووایي
7چې شي محکوم او ګناهکار ثابت شياو دعاګانې یې حساب په ګناهونو کې شي
8چې یې لنډ شي عمربل څوک دې ونیسي مقام د هغه
9چې اولادونه یې یتیمان شي ورتهاو شي یې ښځه کونډه
10چې اولادونه یې شي بې کوره او سوالګر شي ورتهد خپلو ورانو کنډوالو نه دې دوی وشړل شي
11قرض ورکوونکی دې هغه نه ټول مال او جایداد واخليڅه یې چې ګټلي پردي خلک دې ورنه ټول لوټ کړي
12هېڅوک دې نه شي مهربانه په هغه باندېنه دې د هغه په یتیمانو کوم څوک رحم وکړي
13نسل دې ختم شي ټول د هغهراتلونکي نسل نه دې لېرې شي نامه د هغه
14څښتن دې هېڅکله هېر نه کړي ګناهونه د نیکونو د هغهاو د هغه د مور ګناه دې هېڅکله ونه بخښي
15تل دې څښتن ته ور په یاد وي ګناهونه د دویخو د ځمکې د مخ نه دې د هغه نوم او نښان ورک کړي
16ځکه هېڅکله یې په چا مهرباني ونه کړههغه ځورولي او وژلي فقیران او محتاجان او زړه ماتي خلک
17د هغه دا خوښ وو چې لعنت ووایي نورو باندېاوس دې لعنت راشي هغه باندېد چا دپاره یې برکت نه غوښتهڅوک دې په ده هم برکت نه وایي
18لعنت د ده دپاره ؤ داسې شیلکه چې څوک هر وخت لباس اغونديد ده لعنت دې د ده خپل بدن ته ننوځي لکه اوبو په شاناو د هغه هډوکو ته دې ننوځي لکه د تېلو په شان
19هغه دې پټ په لعنتونو کې شيلکه چې پټ وي په کالیو کې څوکاو د کمربند په شان دې تاو وي د هغه نه مدام
20نو په دې ډول سزا ورکړه مدعیانو ته زما څښتنهچې ما پسې څوک داسې بد وایي
21خو ته ای څښتن خدایه، ما سره مرسته وکړهد خپل نامه په خاطراو ته مې وژغوره ځکه چې نېک یېاو راسره مینه دوامداره کوې
22ځکه غریب او حاجتمند یمه زهاو دننه زړه زما زخمي زخمي دی
23فناکېدونکی یمه زه لکه لمر د مازدیګر په شانلکه ملخ په شان زه باد وړی یم
24زنګنونه مې ضعیف شول په روژو نیولوڅه ما کې نه دي پاتې یوازې پوستکی او هډوکی یمه
25راپورې خاندي مدعیان زما کله چې وویني ماد مسخرو نه خپل سرونه خوځوي هغوی
26ای څښتن خدایه زما راسره مرسته وکړهد خپلې تلپاتې مینې په خاطر ماته نجات راکړه
27ترڅو معلوم شي دوی ته چې دا ټول وو ستا کارونهای څښتن خدایه، همدا ته وې چې نجات دې راکړ
28هغوی دې ووایي لعنت راباندې، خو برکت راکړه تهکله چې وکاندي حمله نو دوی دې وشرمیږيخو وي دې خوشحاله خدمتګار دا ستا
29زما مدعیان دې په شرمونو پټ شيهغوی دې پټ شي په لباس د شرم
30په لوړ اواز به د څښتن نه زه مننه کومد ټولو خلکو په حضور کې به ثنا د هغه وایمه زه
31ځکه ودریږي هغه د حاجتمندو تر څنګاو د هغو خلکو نه یې ساتيچې محکوموي هغوی په مرګ باندې