Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1د څښتن ثنا او صفت وکړئ!ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه
2وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامهله همدا اوس نه تر ابده پورې
3د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورېثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه
4ټولو قومونو کې اوچت دی څښتند هغ�� جلال له اسمانونو لوړ دی
5څوک دی بل داسې زمونږ د څښتن خدای په شانچې په اوچت ځای کې وي په تخت باندې ناست
6خو شي راټیټ به هغهچې اسمانونه او ځمکه وګوري؟
7غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینېاو له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان
8کښېنوي هغوی د شاهزادګانو سرهد خپل قوم د شاهزادګانو سره
9شنډې ښځې ته اولاد ورکوياو خوشحالوي هغه په خپل کور کېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!