Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1کله چې ووتل د مصر نه د اسراییلو خلکهغه پردی وطن چې کله پرېښودلو د یعقوب اولادې
2یهودا شو د څښتن سپېڅلی ځایاسراییل شو د هغه د پاچاهۍ ځای
3خدای چې کله راښکاره شو سرې بحیرې تهنو بحیره وچه شوهد اردن سیند هم ودرېده
4شول په ټوپونو غرونه لکه پسونو په شانوهل خېزونه غونډۍ ګانو لکه د وریو په شان
5ای دریابه په تا څه وشول چې وچ شوې؟د اردن سینده ولې ودرېدلې؟
6ای غرونو، ولې مو ووهل ټوپونه د پسونو په شان؟ای غونډیو، ولې مو ووهل خېزونه لکه وریو په شان؟
7د څښتن په حضور کې ای ځمکې په لړزان شهد یعقوب د خدای حضور کې په لړزان شه
8هغه بدل کړ ګټ په ډنډ باندېاو کلکه تیږه په چینې باندې