Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1مونږ ته نه ای څښتنه مونږ ته نهبلکې خپل نوم ته جلال ورکړه!د خپلې مینې او وفا په سبب
2ولې قومونه دا پوښتنه وکړيچې د دوی خدای چېرته دی؟
3زمونږ خدای دی په اسمان کېهغه کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي
4د سرو او سپینو زرو جوړ دي د هغوی بتانهغه جوړ شوي د انسان په ل��سو
5د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شيسترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي
6غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شيپوزې یې شته، خو څه بوی کولای نه شي
7لاسونه یې شته، خو څه لمس کولای نه شيپښې یې شته، خو ګرځېدلی نه شيد هغوی د ستوني نه اواز نه وځي
8چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لريهغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه
9ای اسراییلو، په څښتن باندې توکل کوئدی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
10ای کاهنانو ای د هارون اولادېتوکل وکړئ په څښتن باندېدی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
11توکل وکړئ په څښتن باندې ای تاسو ټولچې ترې وېره کوئدی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
12رایادوي مونږ څښتن او برکت به راکړيهغه به ورکړي برکت اسراییلیانو تهاو د هارون اولادې یعنې کاهنانو ته
13هغه به ورکړي برکت هغو تهچې کړي وېره له څښتنه څخهلویو او وړو ته یوشان
14څښتن دې درکړي اولادونه درتهتاسو او ستاسو اولادې ته هم
15څښتن دې درکړي برکت تاسو تهچا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه
16اسمان یوازې د څښتن دیخو ځمکه یې ورکړې ده انسان ته
17مړي نه وایي ثنا د څښتنڅوک چې روان دي لاندېد خاموشۍ دنیا ته
18خو مونږ ژوندي به د هغه ثنا او صفت وایوله همدا اوس نه تر ابده پورېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!