Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1مینه کومه د څښتن سره زهځکه چې سوال یې اورېدلی زمااو قبولې کړې یې زارۍ دي زما
2هغه نیولی دی خپل غوږ ماتهترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته
3د مرګ په لومه کې راګېر شومه زهد قبر وېره راغله په ماپه تکلیف او غم اخته شومه زه
4نو بیا مې وکړلو فریاد څښتن ته:«سوال کوم تاته ای څښتنه چې مې وژغوره ته»
5څښتن رحیم او نېک دیدی زړه سواندی زمونږ خدای
6څښتن ساتي ساده زړي خلککله چې ومه په خطر کې، هغه بچ کړمه زه
7ای زما ځانه ته ډاډه اوسهځکه څښتن ما سره کړی احسان
8څښتنه تا له مرګه بچ کړمه زهوچې دې کړې اوښکې زمااو ودې ژغورلې زما پښېله تیندک خوړلو څخه
9نو زه به ګرځم د څښتن حضور کېد ژوندیو په دنیا کې
10ما په څښتن باندې باور درلودکه څه هم ما وویل:«زه ډېر په تکلیف کې یمه»
11که څه هم زه وېرېدمه خو ما وویل:«ټول انسانان دروغجن دي»
12زه به څه ورکړم څښتن تهد هغو ټولو احسانونو په بدل کېچې یې کړي دي زما سره؟
13زه به راوړمه څښتن ته نذرانه د څښلوچې ترې مننه وکړم د خپل نجات په خاطر
14زه به ورکړمه نذرونه چې مې منلي دي څښتن تهد هغه د ټول قوم په مخکې
15څومره دردناکه ده څښتن دپارهچې کله مړ شي کوم یو د هغه له وفادارو څخه
16زه خدمتګار یمه د ستا څښتنهداسې خدمت دې زه کومهچې مې مور کړی دیزه دې خلاص کړی یم له زنځیرونو څخه
17د شکرګزارۍ قرباني به تاته درکړمه زهزه به تاته دعاګانې کوم
18-
19زه به پوره کړمه خپل نذر تاته په اورشلیم کېزه به دا کار وکړمه ستا د کور په حوېلۍ کېچې ستا ټول قوم په کې ټولیږي عبادت دپارهد څښتن ثنا او صفت وکړئ!