Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
2پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:«ده ابدي د هغه مینه»
3پرېږده چې ووایي د هارون اولاده چې کاهنان دي:«ده ابدي د هغه مینه»
4هغه ټول خلک چې وېریږي له څښتنهپرېږده چې ووایي:«ده ابدي د هغه مینه»
5ما په سخته کې فریاد وکړ څښتن تهسوال یې قبول کړ زما او زه یې کړمه ازاد
6ما سره مل دی څښتن، نه به وېرېږمه زهڅه کولای شي انسان ما سره؟
7ما سره مل دی څښتن او مرستندوی دی زمااو ماتې د خپلو دښمنانو به زه ووینمه
8دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن تهد دې په ځای چې توکل وکړم انسان باندې
9دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن تهد دې په ځای چې توکل وکړمه په شاهزادګانو باندې
10رانه چاپېر وو ټول قومونهخو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
11وو راچاپېر هغوی د هرې خوا نه په ماخو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
12رانه چاپېر وو هغوی لکه مچیو په شانخو هغوی خاموش شول لکه د اغزیو د اور په شاند څښتن په زور مې دوی کړل تباه
13سخته حمله راباندې وشوهاو نژدې ؤ چې زه ماتې وخورمخو څښتن وکړلو کومک راسره
14زه څښتن کړمه قوياو دفاع یې زما وکړهاو زه یې ژغورلی یمه
15د خدای د قوم د خېمو نه واورئد کامیابۍ په خاطر د خوشحالۍ چیغېچې د څښتن په قوي لاس دا هرڅه شوي دي
16مونږ بریالي شو د څښتن په قوي لاس باندېپه جګړه کې د هغه په زورور قوت
17زه به مړ نه شم بلکې ژوندی به یمهزه به بیان کړم کوم کارونه چې څښتن کړي دي
18هغه راکړې راته سخته سزاخو زه یې پرېنښودم چې مړ شمه
19ماته کړئ خلاصې دروازې د معبدچې زه ورشم د څښتن شکر ادا کړم په کې
20دا هغه دروازه ده چې کولای شئ څښتن ته ورشئیوازې نېک خلک کولای شي داخل شي په کې
21شکر کومه زه د ستا څښتنهځکه چې سوال دې قبول کړی زماځکه چې ماته دی نجات راکړی
22کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وههغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب
23دا کار وشو د څښتن له خوا نهاو عجیبه ښکاري زمونږ نظر کې
24دا هغه ورځ ده چې څښتن په کې کړی دی عجیبه کارراځئ چې وکړو خوشحالياو په کې خوشحاله اوسو
25مونږه وژغوره څښتنه، مونږه وژغورهای څښتنه بری راکړه مونږ ته
26مبارک دی هغه څوکچې د څښتن په نوم راځيتاسو ته غواړو برکت مونږ د څښتن له کوره
27څښتن دی خدای چې یې وځلوله خپله رڼا په مونږد قربانۍ حیوان راولئ او د قربانګاه په کنجونو باندې یېوتړئ رسیو باندې
28ته زما خدای یې او ستا شکر کومته مې خدای یې، زه به ستا لویي بیان کړم
29د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه