Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
175 verses
1بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بې عیبهچې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې
2بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کويچې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه
3هېڅکله نه کوي بدي هغویهغوی روان وي د څښتن په لاره
4خپل قوانین دې دي راکړي مونږ ته ای څښ��نهچې اطاعت یې وکړو په وفادارۍ سره
5کاشکې چې زه وفادار واوسمچې په قوانینو دې عمل وکړمه
6که زه عمل وکړمه ستا ټولو حکمونو باندېنو بیا به د شرم سره مخ نه شمه
7څنګه چې زده کړمه رښتیني قوانین د ستانو په پاک زړه به دې ثنا وایمه
8زه به ستا د قوانینو اطاعت کومههېڅکله پرېنږدې ما
9څنګه کولای شي یو ځوان چې خپل ژوند پاک وساتي؟چې وکړي ژوند ستا د کلام له مخې
10د زړه له کومي زه کوښښ کومهچې تاته وکړم رجوعمه مې پرېږده چې سرکښي وکړمهستا له حکمونو څخه
11ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کېترڅو ستا په مقابل کې زه ګناه ونه کړم
12زه ستا ثنا وایمه ای څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
13بیانومه زه په لوړ اوازټول قوانین چې دې راکړي مونږ ته
14زه یم خوشحاله ستا حکمونو باندېلکه چې څنګه وي خوشحاله څوکپه مال دولت باندې
15ستا د اصولو په باره کې زه کومه فکرکومه غور ستا په لارښوونو باندې
16په قوانینو دې خوشحاله یمهنه هېروم به زه د ستا کلام
17خپل خدمتګار سره دې ښه وکړه تهترڅو ژوندی پاتې شم او ستا په کلام باندې عمل وکړمه
18سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمهستا په شریعت کې عجیبه حقایق
19زه دلته یمه بېګانه په دې دنیا کېزما نه مه پټوه خپل حکمونه
20زړه مې دردیږي له ارمانه سرهغواړمه پوه شم همېشه ستا قوانینو باندې
21ته کبرجن او لعنتیان رټېاو هغه خلک چې سرکښيستا له حکمونو کوي
22زما نه لېرې بې ننګي او سپکاوی کړه تهځکه چې زه کوم عمل ستا په حکمونو باندې
23سره له دې چې حاکمان دي راغونډ شوياو په ضد مې دسیسه جوړويخو ستا خدمتګار به کوي فکرستا په قوانینو باندې
24ستا په حکمونو خوشحالېږمه زههغه زما دپاره دي راهنما
25زه یمه مرګ ته نژدې شویما راژوندی کړه لکه څنګه چې دې کړې وعده
26څه چې ما کړي د هغو مې درته وکړ اقراراو تا ځواب راکړماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
27راسره مرسته وکړه چې ستا په اصولو پوه شمنو زه به فکر کوم ستا په عجیبه کارونو
28زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمهپه خپل کلام دې ماته راکړه قوت
29غلطو لارو نه مې وساته تهما سره ښه وکړه او راته رازده کړهته دې خپل شریعت
30د وفا لاره خوښه کړې ده ماما خپل پام دی اړولی قوانینو ته ستا
31ستا په حکمونو باندې ټینګ ولاړ یم ای څښتنهای څښتنه، مه مې پرېږده چې وشرمېږمه زه
32زه به په شوق سره کومه اطاعتستا له حکمونو څخهځکه چې ته به راکړې زیاته پوهه
33ماته راوښایه څښتنه، ته معنی د قوانینو خپلوزه تر اخره به هغو باندې عمل کومه
34ماته پوهه راکړه په خپل شریعت باندېزه به یې کوم اطاعتزه به عمل کوم هغه باندې د زړه له کومي
35ما روان کړه ته د خپلو حکمونو په لارځکه زه مومم خپله خوشحالي هغو کې
36ما سره شوق کړه راپیدا چې اطاعت وکړمهستا د حکمونو څخهنه چې دولت وګټم
37نظر مې واړوه ته خوشې شیانو څخهماته ژوند راکړه په خپلو لارو دې
38پوره کړه خپله وعده خپل خدمتګار سرههغه وعده چې تا ده کړې هغو خلکو سرهچې کوي وېره له تا
39ته مې له هغې رسوایۍ وساتهچې ترې وېرېږمه زهځکه چې ستا قضاوتونه ښه دي
40څومره ارمان لرمه چې اطاعت وکړمهستا له اصولو څخهنوی ژوند راکړه ماته، ځکه چې ته یې عادل
41ماته دې راکړه خپله تلپاتې مینه ای څښتنهاو راکړه خلاصون لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
42نو بیا به زه ورکړم ځواب هغوی تهچې سپکاوی مې کويځکه چې زه کوم باور ستا په کلام باندې
43ماته توان راکړه چې وکړم همېشه د حقیقت خبرېځکه چې ستا په قوانینو زه باور لرمه
44زه همېشه به اطاعت ستا د شریعت کومهتر ابده او ابده پورې
45زه به کامله ازادۍ کې خپل ژوندون تېرومځکه کوښښ مې کړی چې عمل وکړمهستا په اصولو باندې
46زه به اعلان کړم ستا حکمونه پاچاهانو تهاو زه به نه شرمېږم
47ستا په حکمونو زه خوشحاله یمهځکه چې خوښ دي زما
48ستا حکمونه مې خوښیږي او عزت یې کومستا قوانینو باندې غور کوم
49در په یاده کړه هغه وعدهچې دې کړې وه د خپل خادم سرهځکه چې ماته یې امید راکړی
50حتی په سخته کې مې وشي تسليځکه وعده دې ماته ژوند راکوي
51کبرجن خلک په ما ډېرې ملنډې وهيخو ستا له شریعته زه مخ نه اړوم
52راته په یاد دي له پخوا نه قوانین د ستازما کیږي تسلي په هغو ای څښتنه
53زه ډېر په قهر یم په بدکاره خلکوځکه چې دوی ستا شریعت ماتوي
54په هرځای کې چې اوسېږمه زهزه جوړوم سندرې ستا د قوانینو په هکله
55زه یادومه د شپې ستا نوم څښتنهاو ستا په شریعت باندې عمل کومه
56دا ؤ عادت زما چې عمل وکړمه زهستا په اصولو باندې
57ته زما هرڅه یې ای څښتنهدا مې وعده ده چې عمل به کومستا په کلام باندې
58د زړه له کومي تاته سوال کومهچې په ما رحم وکړېلکه چې څنګه دې وعده کړې ده
59د خپل کړو وړو په هکله فکر کوماو دا مې وعده ده چې پیروي به کومستا له حکمونو څخه
60زه به په بیړه او بې له ځنډهعمل کوم ستا په حکمونو باندې
61بدکاره خلکو راته ایښی دی دامخو هېر به نه کړمه د ستا شریعت
62په نیمه شپه کې راپاڅېږمه زهچې ستا ثنا ووایمځکه چې ته قضاوتونه په انصاف کوې
63زه ملګری د هغو یم چې وېریږي له تاد هغو ټولو خلکو چې دې عمل په اصولو کوي
64دنیا ده ډکه ستا له تلپاتې مینې ای څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
65خپله وعده باندې ولاړ یې ای څښتنهخپل خدمتګار سره دې ښه کوې ته
66ماته ښه حکمت او پوهه راکړهځکه چې زه کوم باور ستا په حکمونو باندې
67مخکې له دې چې مصیبت ووینمبې لارې شوی وم زهخو اوس ستا په کلام باندې عمل کوم زه
68ته نېک یې او نېک کارونه کوېماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
69مغروره خلک وایي دروغ زما په هکلهخو د زړه له کومي اطاعت ستا د اصولو کوم
70دغه دروغجن خلک شعور نه لريخو ستا په شریعت باندې خوشحاله یمه
71ښه وه زما دپاره چې په تکلیف شومځکه سبب شو د دې چې ستا قوانین زده کړم
72هغه شریعت چې تا راکړیډېر قیمتي دی ماتهله ډېرو سرو او سپینو زرو
73تا زه جوړ کړی یم په خپلو لاسواو پیدا کړی دې یمته راته راکړه پوهه ترڅو زه زده کړمه حکمونه د ستا
74څوک چې وېریږي له تا شي به خوشحاله په لیدلو زماځکه چې زه ستا په کلام باندې باور لرمه
76لکه چې څنګه دې وعده کړې دهخپل خدمتګار سرهماته دې راکړي تسلي ستا تلپاتې مینه
77په ما رحم وکړه چې زه ژوندی اوسمستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
78ودې شرمیږي مغرور خلکچې په دروغو په ما تور لګويخو زه به غور کوم ستا په اصولو باندې
79څوک چې کړي وېره له تا بېرته دې راشي ماتههغه خلک چې پوهیږي ستا حکمونو باندې
80پرېږده چې وکړم اطاعت په پوره توګهستا له قوانینو څخهبیا به زه هېڅکله خجل نه شم
81ستومانه شوی یمه ای څښتنه له انتظارهچې خلاصون راکړې تهستا په کلام باندې باور لرمه
82ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ستړې شولېاو پوښتنه کوم: «کله به ماته تسلي راکوې؟»
83زه یم وچ شوی د هغه مشک په شانچې وي وهلی لوګيخو ما هېر کړي نه دي ستا قوانین
84ستا خدمتګار به انتظار وباسي تر کومه پورې؟ته به کله هغو خلکو ته سزا ورکوېچې ما ځوروي؟
85هغه مغرور خلک چې نافرماني کويستا له شریعته څخهکندې وباسي ماتهچې مې په لومه کې راګېر کاندي
86ستا ټول حکمونه د باور وړ ديما سره مرسته وکړهځکه چې خلک مې ځوروي ناحقه
87دې ته نژدې وم چې مې کړي ورکد ځمکې له مخهخو ما پرېنښودل ستا اصول
88د خپلې مینې په خاطر دې ما ژوندی وساتهترڅو زه وکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
89ابدي دی ستا کلام څښتنهدی په اسمان کې قایم
90وفاداري ستا دوام مومي ټولو نسلونو پورېتا راپیدا کړه ځمکه او وي به ټینګه تل دپاره
91ستا په حکم ټول شیان ديتر نن ورځې پورې پاتېځکه چې ټول ستا په خدمت کې دي
92که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه واینو له دردونو نه مړ شوی به وای
93زه به هېڅکله ستا اصول هېر نه کړمځکه ژوندی دې یم ساتلی په هغو باندې
94زه د ستا یم ومې ژغورهځکه کوښښ مې کړیچې عمل ستا په اصولو وکړم
95بدکاره خلک انتظار وباسي چې ومې وژنيخو زه به ستا په حکمونو باندې غور کوم
96په دې پوهېږم چې هر شی لري حدخو ستا حکمونه هېڅ کوم حد نه لري
97زه څومره مینه کوم ستا د شریعت سرهزه ټوله ورځ کومه فکر د هغه په هکله
98هوښیاروي مې ستا حکمونهله دښمنه مې زیاتځکه چې ما سره همېش وي هغه
99زه له خپلو ټولو استاذانو زیات پوهېږمځکه چې غور کوم ستا په حکمونو باندې
100زه له مشرانو څخه زیات پوهېږمځکه چې کړمه عمل ستا په اصولو باندې
101د بدو لارو مې ساتلي قدمونه خپلځکه زه غواړم عمل وکړم ستا په کلام باندې
102ستا قوانین مې له نظره غورځولي نه ديځکه چې تا راته زده کړي هغه
103دا ستا کلام دی څومره خوږ ماتهحتی د شاتو نه هم زیات خوږ دی
104حاصلومه زه حکمت ستا له اصولو څخهنو زه نفرت کومه له ټولو بدو لارو
105دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپارهاو ده رڼا زما د لارو
106ما خوړلی دی قسم او ورباندې ټینګ ولاړ یمچې عمل وکړمه زه ستا په عادلانه قوانینو
107زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنهپه رښتیا ډېر زیاتلکه چې څنګه دې وعده کړې دهما ژوندی وساته
108د شکرګزارۍ دعا قبوله کړه زما څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
109زه اچوم خپل ژوند خطر کې همېشخو نه هېروم به زه شریعت د ستا
110بدکاره خلکو راته دام ایښی دیخو سرکښي مې کړې نه ده ستا له قوانینو څخه
111ستا حکمونه دي زما دپاره ابدي شتمنيخوشحالیږي زما زړه ورباندې
112ما فیصله کړې ده چې به د مرګ تر ورځېستا د قوانینو اطاعت کومه
113زه له دوه مخي سړي کرکه کومخو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
114ته پناه ځای یې زما او زما سپر یېستا په کلام باندې باور لرمه
115ای ګناهکارو خلکو، له ما نه لېرې شئترڅو د خپل خدای په حکمونو زه عمل وکړمه
116لکه چې څنګه دې وعده کړې دهماته قوت راکړه ترڅو ژوندی پاتې شمپه مایوسۍ کې مې د شرم سره مخ نه کړې
117ملاتړ مې وکړه او زه به اوسم خوندينو زه به همېش ستا په قوانینو باندې غور کوم
118ته رد کوې هغه خلکچې اطاعت نه کوي ستا له قوانینو څخهدي باطلې د هغوی هغه نقشې چې غولوونکې دي
119ټول بدعمله د دنیا ته غورځوېلکه خزلو په شاننو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه
120ستا له وېرې مې بدن رپیږيله قضاوتونو دې وېرېږمه زه
121ما باانصافه او ښه کارونه کړيخپل دښمنانو ته مې مه پرېږده ته
122وکړه وعده راسره چېخپل خادم سره به مرسته کوېمغروره خلک مه پرېږده چې په ما ظلم وکړي
123ستا د نجات په انتظار مې سترګې ستړې شولېد کوم خلاصون دپاره چې دې وعده کړې ده
124د خپلې مینې مطابق راسره وکړه رفتارماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
125زه ستا خادم یم ماته پوهه راکړهترڅو زه پوه شم ستا په حکمونو باندې
126ای څښتنه، د دې وخت راغلیچې ته عمل وکړېځکه چې خلکو سرکښي کړې دهستا له شریعته څخه
127نو ځکه د سرو زرو نه هم زیاتزما خوښیږي ستا حکمونههم زیات له ډېرې ښې طلا نه
128نو زه ستا ټول اصول سم ګڼمهنفرت کوم له غولوونکو لارو
129ډېر عجیبه دي حکمونه ستانو ځکه زه ورباندې کومه عمل
130بیانول ستا د کلامروښانوي د انسانانو ذهناو ورکوي پوهه ساده ګانو ته
131ستا د حکمونو دومره تږی یمهخوله مې خلاصه ده نیولې او ارمانجن یمه زه
132ماته وګوره او رحم په ما وکړهلکه چې څنګه یې کوې په هغو خلکو باندېچې کوي مینه ستا له نوم سره
133زما قدمونه کړه ټینګ ستا د کلام په لارهمه مې پرېږده چې غالبه شي ګناه په ما
134چې په ما ظلم کويد هغو خلکو نه مې خلاص کړه تهترڅو زه وکړای شم عمل ستا اصولو باندې
135په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار تهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
136اوښکې بهیږي زما له سترګو څخه لکه ویالو په شانځکه چې خلک ستا په شریعت باندې عمل نه کوي
137ته عادل یې ای څښتنهاو ستا قضاوتونه دي ولاړ په عدل
138هغه شریعت چې ټاکلی دی تاعادلانه دی او بېخي صحیح دی
139زما غیرت زما بدن سوځويځکه چې زما دښمنانو ستا کلام هېر کړی
140یقیني ده څومره ستا وعدهزه ستا خدمتګار ورسره مینه کوم
141زه هېڅ شی نه یم او سپکاوی مې کیږيخو نه هېرومه اصولونه د ستا
142ستا عدالت دی ابدياو ستا شریعت دی همېشه رښتینی
143په ما راغلې پرېشاني او تکلیفخو زه خوشحاله یمه ستا له حکمونو څخه
144د ستا حکمونه عادلانه دي همېشته پوهه راکړه چې ژوندی پاتې شم
145د زړه له کومي درته کومه فریادځواب راکړه ای څښتنهاو زه به وکړمه عمل ستا په قوانینو باندې
146تاته فریاد کومه وژغوره مااو زه به کومه عمل په حکمونو د ستا
147زه راپاڅېږم لمرخاته نه مخکېاو ستا د کومک دپاره کړمه فریادستا په کلام کې زما هیلې نغښتې
148ټوله شپه ویښ پروت یمهچې ستا د وعدو په هکله غور وکړم
149د خپلې مینې په خاطر زما دعا واورهای څښتنه، د خپل انصاف له مخې وساته ژوند زما
150رانژدې شوي هغه خلک راتهچې دي روان په شرارت پسېیعنې هغوی چې دي لېرې ستا شریعت نه
151خو ته نژدې یې راته ای څښتنهاو ټول حکمونه دي رښتیني د ستا
152د ډېر پخوا نه مې زده کړي ديستا د حکمونو څخهچې قایم کړي تا ابدي دي هغه
153زما دردونه او سختۍ وګورهماته خلاصون راکړهځکه شریعت دې ما هېر کړی نه دی
154زما د حق نه دفاع وکړه او ازاد مې کړهماته نجات راکړه لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
155بدکاره خلک به خلاصون نه موميځکه چې ستا د قوانینو اطاعت نه کوي
156ای څښتنه، ستا رحمت ډېر لوی دید خپل انصاف له مخې وژغوره ژوند زما
157ډېر دښمنان دي زما چې ځوروي هغوی ماخو ګرځېدلی نه یم ستا له حکمونو څخه
158کله چې ګورمه زه دغو خاینانو تهنو د هغو نه مې نفرت راشيځکه چې نه کوي عمل ستا په کلام باندې
159ګوره څښتنه، څومره مینه کومستا له اصولو سرهمینه دې هېڅکله بدلیږي نهنو زما ژوند وژغوره
160دی رښتینی ستا ټول کلامعادلانه او ابدي ديټول قضاوتونه ستا
161ما بې سببه ځوروي دا د قدرت خاوندانخو زه احترام ستا د کلام کومه
162ستا په وعدو داسې خوشحاله یمهلکه څوک چې خزانه پیدا کړي
163زه د درواغو څخه کرکه کوم او بد وړمهخو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
164هره ورځ اووه ځلې ثنا دې وایمځکه چې دي عادلانه قضاوتونه د ستا
165هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سرهدي برخمن له پوره امن څخههېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي
166ستا د خلاصون په انتظار یمه زه ای څښتنهکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
167زه اطاعت ستا د حکمونو کومځکه چې زه ورسره لرمه ډېره مینه
168ستا په اصولو او حکمونو زه عمل کومهځکه چې زما ټولو کارونو نه خبر یې ته
169زما د مرستې فریادونهدې ای څښتنه تاته درورسیږيخپلې وعدې سره دې سم ماته پوهه راکړه
170زما زاري دې تاته درورسیږيخپلې وعدې سره دې سم ماته نجات راکړه
171زما په ژبه به وي ستا ثنا او صفتځکه چې ماته زده کوې خپل قوانین
172زه به سندره وایم ستا د کلام په هکلهځکه چې دي عادلانه ټول حکمونه ستا
173ماته لاس د مرستې راکړهځکه چې ما دا غوره کړېچې پیروي کومه ستا له اصولو څخه
174زه په ارمان ستا د نجات یمه ای څښتنهستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
175ژوندی مې پرېږده چې ثنا دې وایمستا قوانین دې زما مرسته وکړي
176لکه ورک شوی پسه زه سرګردانه یمهراشه او ولټوه خپل خدمتګارځکه چې ما هېر کړي نه دي حکمونه ستا