Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1سترګې مې غرونو ته نیولې ديماته له کوم ځایه به مرسته راځي؟
2ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نهچا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه
3تا به پرېنږدي چې وښویېږېد ستا ساتونکی بېداره پاتې کیږي
4په رښتیا څوک چې ساتونکی دی د اسراییلوبېداره پاتې کیږي او هېڅکله نه وید�� کیږي
5څښتن ساتونکی دی ستاڅښتن د سیوري په شان تا سره دی
6نه به لمر د ورځې تاته کوم زیان رسوياو نه سپوږمۍ په شپه کې
7تا به څښتن له هر ضرره ساتياو تا به خوندي ساتي
8په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتنله همدا اوس نه تر ابده پورې