Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1کله چې ماته هغوی وویل:«راځئ چې لاړ شو د څښتن کور ته»نو ډېر خوشحاله شومه
2اوس مونږه دلته یوای اورشلیمه! یو ولاړ په دروازو کې ستا
3اورشلیم یو داسې ښار دیچې جوړ شوی برابر او ښه ترتیب باندې
4دا هغه ځای دی چې راځي ورته قبیلېقبیلې د څښتنچې اسراییلو ته د هغه د اوامرو مطابقد هغه د نوم صفت وکړي
5ځکه تخت د عدالت دی ټینګ په هغه ځای کېیعنې د داود د خاندان تخت
6وکړئ دعا د سلامتۍ د اورشلیم دپارهچې ورته ګران یې هغه خلک دې خوشبخته اوسي
7وي دې سلامتي په دربارونو کې ستااو وي ارامي دې په ماڼیو کې ستا
8د خپلوانو او دوستانو په خاطرزه به وایم اورشلیم تهچې سلامت اوسې ته
9زمونږ د څښتن خدای د کور په خاطردعا کومه زه ستا د خوشبختۍ دپاره