Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1مونږه په غاړه د سیندونو د څپرکیل کښېناستومونږ هلته وژړل په یاد د صهیون
2مونږه ځوړند کړل خپل رڅپرکیونهد سپېدار په څانګو
3هغو کسانو چې نیولي یې وو مونږ هلتهمونږ ته یې وویل چې سندرې وایئچې زمونږ وخت ښه تېر شيمونږ ته ووایئ یوه سندره د صهیون په هکله
4څنګه کولای شو مونږچې د څښتن سندره ووایوپه پردي وطن کې؟
5ای اورشلیمه، که مې هېر کړلې تهنو زما ښي لاس دې شي شلچې بیا ونه وهم رڅپرکی
6که زه تا یاد نه کړمه اورشلیمهکه زه د ستا په هکله ونه کړم فکرچې ته یې لویه خوشحالي زمانو ودې نښلي زما ژبه په تالو کېچې بیا ونه وایم سندرې کله
7یاد کړه څښتنه، څه وکړل ادومیانوپه هغه ورځ چې اورشلیم تسخیر شویاد کړه چې څنګه دوی وهلې چیغې:«هغه وران کړئ، هغه وران کړئوران یې کړئ تر تهدابونو پورې»
8ته به نابود شې ای څپرکیلهبختور دي هغه خلکچې تا سره وکړي هغه کارچې تا کړی ؤ زمونږ سره
9بختور دي هغه خلکچې ماشومان ستا نیسياو وهي یې د ګټانو سره