Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنهنورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره
2کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لوراو ثنا او صفت دې د نامه کومهستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطرځکه خپل نوم او خپل کلام دې کړ اوچتټولو شیانو باندې
3چې کله سوال درته ما کړی قبول کړی دی تاپه خپل قد��ت دې قوي کړی یم زه
4د نړۍ ټول پاچاهان به ستا ستاینه کوي ای څښتنهپه دې خاطر چې ستا کلام دی اورېدلی هغوی
5وایي سندرې به هغوی هغو کارو په هکلهکوم چې کړي دي تاځکه چې لوی دی ستا جلال
6سره له دې چې ډېر عظیم یې تهخو پام کوې په عاجزانو باندېخو کبرجن خلک ته پېژنې له لېرې څخه
7کله چې زه لاس او ګرېوان یم تکلیفونو سرهته مې خوندي ساتېته ودرېږې زما د قهرجنو دښمنانو مخې تهاو بچ کوې مې ته په خپل قوي لاسونو باندې
8ته به سرته رسوې خپل مقصد زما دپارهده ابدي ستا مینه ای څښتنهتا پیدا کړي یو او مونږ مه پرېږده ته