Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1ای څښتنه، زه ازمایلی یم تا او ما پېژنې ته
2کله چې زه کوم ارام او یا کار کومهنو ته خبرېږې پرېته د لېرې نه پوهېږې په فکرونو زما
3ته مې ښه وینې که زه ګرځم او که ملاست یمټولو اعمالو نه خبر یې زما
4خبره نه وي لا وتلې مې د خولې نهته پرې بېخي پوهېږې ای څښتنه
5د کټارې په شان زما نه ته چاپېر یېخپل لاس دې ایښی وي زما په سر باندې
6داسې معلومات چې ته یې لرې زما په هکلهحیرانوونکی دی ډېرزما د عقل نه اوچت دی دا
7وتښتم چېرته ستا نه؟ستا له حضوره چېرته لېرې لاړ شم؟
8که چېرې وخېژم اسمان ته نو ته یې هلتهکه زه څملم د مړو دنیا کې نو ته یې هلته
9که ما کولای شول چې والوزمه هغه ځای تهچې په کې لمر راخېژيیا مې کولای شول چې واوسېږم هغه ځای کېچېرته چې لمر پرېوځي
10هلته به هم یې چې ماته وکړې لارښوونهته به هلته یې چې ما سره کومک وکړې
11که زه ووایم تیارې نه چې ما پټ کړيیا رڼا نه چې شاوخوا مې ده بدله په تیاره شي
12خو حتی تیاره هم تاته نه ده تیارهاو شپه د ستا دپاره ده د رڼا ورځې په شانځکه تاته رڼا او تیاره یوشان دي
13تا جوړه کړې هره برخه د بدن ده زماهغه دې ټولې یوځای کړې زما د مور ګېډه کې
14ثنا او صفت کومه ستا ځکه چې زه دې پیدا کړی یمهپه عجیبه او په مرموزه توګهاو په دې خاطر چې ټول کارونه عجیبه دي ستاپه دې ډېر ښه پوهېږم
15چې کله هډوکي جوړېدل زمایوځای کېدل هغه په غور سرهزما د مور ګېډه کېچې لویېدمه پټ په هغه ځای کېته پوهېدلې چې زه هلته ومه
16مخکې له دې نه چې پیدا شمه زهتا لیدلی ؤ زما نامکمله بدنتا زما د ژوند ورځې چې دې ټاکلې وې زما دپارهټولې لیکلې دې وې په خپل کتاب کې
17څومره قیمتي دي ستا فکرونه زما دپاره خدایهڅومره زیات دي هغه
18که زه یې وشمېرمهنو وي به زیات هغه له شګو څخهچې رابېدار شمه زه نو بیاهم تا سره یم
19ای خدایه، کاشکې ته ووژنې بدکاره خلککاشکې پرېږدي قاتلان خلک ما
20بدې خبرې کوي دوی تا پسېاو ستا دښمنان غلطه ګټه اخلي ستا د نامه څخه
21ای څښتنه، ایا ونه کړم کرکه هغه چا نهچې کوي کرکه تا نه؟او بېزاره نه شم هغه چا نهچې سرکښي کړي تا نه؟
22بېخي نفرت کوم هغوی نههغوی ګڼمه لکه خپل دښمنان
23ای خدایه، ته ما وازمایه او زما له زړه خبر شهما امتحان کړه او شه خبر له اندېښنو نه زما
24وګوره ماته که روان یم زه په بده لارهاو د تل ژوندون په لاره وکړه لارښوونه زما