Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ماته نجات راکړه ای څښتنهله بدکارانو څخهله ظالمانو مې خوندي وساته
2جوړوي بدې دسیسېپه خپلو زړونو کې دویهمېشه جنګ او دعوې جوړوي
3د مار د نېش په شان دي تېزې د هغوی ژبېد دوی له خولې راوځي خبرې د زهرجن مار په شان
4ومې ساته ته ای څښتنه د بدکارانو له منګولوله ظالمانو مې خوندي وساتهځکه نقشې جوړوي زما د تباهۍ دپاره
5مغروره خلکو راته ایښی دی دامدوی راته ایښی تیلکاو زما په لاره کې یې ایښي دي دامونهچې راګېر مې کړي
6څښتن ته وایمه زه: «ته زما خدای یې»زارۍ مې واوره ای څښتنه د رحم دپاره
7ای زما څښتن تعالی، ای زما قوي ژغورونکیهد جنګ میدان کې ته زما دپاره سپر شوې
8پوره نه کړې ارمانونه د بدکارو خلکو ای څښتنهپرېنږدې چې کامیابې دسیسې شي د دویهسې نه چې مغروره شي دوی
9پرېنږدې چې کامیاب شي دښمنان زماشي راګېر دې دوی په خپلو بدو خبرو کې
10سرې سکروټې دې راووري هغوی باندېاور ته دې وغورځول شي هغویاو ودې غورځول شي ژورو کندو تهاو بیا دې هېڅکله راونه وځي
11هغه خلک دې کامیاب نه شيچې په نورو په ناحقه لګوي تورونهبدي دې راشي په ظالمو خلکواو کړي برباد دې هغوی
12څښتنه، زه پوهېږمچې ته کوې د غریبانو دفاعاو کوې انصاف د حاجتمندو سره
13نېکان خلک به په رښتیا وایي ثنا ستا د نوماو صادقان به ستا حضور کې کوي ژوند