Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1تاته زاري کوم څښتنههمدا اوس راسره وکړه مرستهکله چې تاته کړم زاري نو ته مې واوره اواز
2ته قبوله کړه دعا زما لکه د خوشبویۍ په شانما لاسونه پورته کړي په دعا کې ته قبوله یې کړهلکه چې څنګه قبلوې ته د ماښام قرباني
3ای څښتنه، راسره مرسته وکړهچې وساتمه خپله خوله په واک کېچې بدې خبرې مې ونه وځي له شونډو څخه
4ومې ساته چې شوقمن نه شم زه د بدو کارومه مې پرېږده چې شم شریکد بدو خلکو په کارونو کې زهاو شریک دې نه شمد هغوی په مېلمستیاوو کې زه
5چې نېک سړی مې وهينو مهرباني به یې ويکه رټي مې هغهدا به وي د ښې دوا په شانچې زه یې رد نه کړمهخو زه دعا کومه تل د بدکارانو د عملونو په ضد
6د ګړنګونو نه چې کله راګوزار شي حاکمان د هغویبدکاره خلک به اقرار وکړيچې خبرې وې رښتیا زما
7هغوی به وایي: «لکه څنګه چې قلبه کوي څوکاو میده کوي خاورېداسې خواره واره پراته به ويزمونږ هډوکي د قبر خوله کې»
8خو سترګې په لار یمه زه تاتهد کومک دپاره ای څښتن تعالیتا نه پناه غواړمهمه مې پرېږده چې مړ شم
9ومې ساته هغو دامونو څخهچې راته ایښي هغوید بدکارانو د تیلکونو څخه
10بدکاران دې شي راګېر خپلو دامونو کېاو زه ترې تېر شم روغ رمټ