Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
7 verses
1زه فریاد کوم څښتن تهد رحم دپاره ورته کومه زارۍ
2شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه تهتکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته
3کله چې روح زما کمزوری شينو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ شمه زهپه هغه لاره چې روان یمه زهزما دښمنانو راته ایښی پټ دام
4کله چې خپل شاو��وا ته وګورم زههېڅوک نه وینم چې زما کومک ته راشيهېڅ پناه ځای نه لرمنشته هېڅوک چې په ما پام وکړي
5ای څښتنه، زه فریاد کومه تاتهځکه چې ته یې پناه ځای زماپه دې ژوند کې چې څه غواړم هغه ته یې
6زما فریاد واوره کومک دپارهځکه چې زه خوار او زار شوی یمهماته نجات راکړه د خپلو دښمنانو څخهځکه هغوی دي ډېر قوي زما نه
7ته مې خلاص کړه له دې زندانه څخهنو بیا به زه ستا د نامه ثنا او صفت کومهستا د نېکانو په غونډه کېځکه چې ما سره دې کړی احسان