Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
7 verses
1کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشتههغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونهدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانوترڅو وګوري کوم شته داسې عاقلچې رجوع وکړي خپل خدای ته
3خو هغوی ټول ګمراهان شولورسره هم فاسدان شولدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړيیو هم نه کړي نېک کردار
4څښتن کړي دغه پوښتنه:«ایا دوی هېڅ نه پوهیږي؟بدکاران ټول جاهلان دي؟زما خلک داسې خوري دویلکه وږي چې ډوډۍ خوريهېڅ دعا نه کوي ماته»
5خو په دوی به وېره راشيځکه خدای مل دی د نېکانو سره
6بدکاران د عاجزانو پلانونه شنډويخو څښتن یې ساتندوی دی
7کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونهبرکت چې کله بیا ورکړې څښتنه خپل ولس تهبیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شياسراییل به په دې کار سره خوشحال شي