Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
6 verses
1ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟
2ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟
3راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړهماته بیا خپل قوت راکړههسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم
4دښمن به وایي: «زه په ده شوم غالب»دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله
5خو کړم باور ستا په تلپاتې مینهزړګی زما ستا په نجات کې خوشحالي کوي
6زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنهځکه چې ما سره دې کړی احسان