Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1خثنا او صفت دې وي څښتن تهچې دی ساتونکی زماچې راکوي راته روزنه د جګړې دپارهاو تیاروي مې جنګ ته
2هغه زما مینه ناک خدای دیاو قوي کلا ده زمادی پناه ځای او ژغورونکی زماهغه دی سپر زما چې په کې اخلم پناهاو خلک راولي زما د فرمان لاندې
3ای څښتنه، انسان څه دی چې پرې پام کوېفا��ي انسان چې ته یې خیال ساتې؟
4هغه دی لکه د ساه په شانعمر یې تېریږي لکه سیوري په شان
5دروازې خلاصې کړهد خپلو اسمانونو ای څښتنهاو شه راښکته لاندېغرونو ته لاس وروړهچې ترې لوګی پورته شي
6ته راولېږه برېښنا او تندراو خواره واره کړه دښمنان دې خپلغشي ګوزار کړه او وارخطا کړه هغوی
7لاس دې رااوږد کړه له اسمانهژورو اوبو نه مې راوباسه او راکړه خلاصونما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه
8چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایياو خوري قسم په دروغو
9ای خدایه، نوې سندره به زه وایم تاتهزه تاته وایم به سندرې د چنګ په غږولو سره
10ته پاچاهانو ته بری ورکوېاو ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود تهد وژونکې تورې څخه
11ماته خلاصون راکړهما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخهچې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایياو خوري قسم په دروغو
12زمونږ زامن دې په ځوانۍ کېشي قوي لکه د بوټو په شانزمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شانچې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه
13ګودامونه دې وي ډک زمونږهد هر ډول غلو دانوپه څړځایونو کې دې مېږې زمونږراوړي بچي په زرونو او لس ګونو زرو
14زمونږ غواګانې دې بچي راوړي پرېمانهاو درز دې نه وي زمونږ د ښار په دېوالونو کېاو څوک دې یو نه وړل شي په اسارت باندېد غم ژړا دې نه وي زمونږ کوڅو کې
15بختور دي هغه خلک چې پرې وي برکتونه داسېبختور دي هغه خلک چې څښتن یې خدای دی