Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچازه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه
2زه هره ورځ به ستا ثنا وایمهثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې
3څښتن لوی دی او لایق دی د ډېر زیات صفتزمونږ د پوهې نه بهر ده د هغه لویي
4ستا د کارونو به صفت کیږيله یوه نسل نه تر بله پورېبیانوي به هغوی ستا زورور کارونه
5دوی به کوي ستا د جلال او شان او شوکت خبرېاو زه به کومه غور ستا په عجیبه کارونو
6خلک به خبرې کويستا د قوي او هیبتناکه کارو په هکلهاو بیانوم به زه لویي د ستا
7بیانوي به هغوی زیاتې نېکۍ ستااو وایي سندرې به په خوشحالۍ سرهستا د عدالت په هکله
8څښتن رحیم او مهربانه دیزر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
9مهربانه په هر چا دی هغهاو رحم کوي په خپلو ټولو مخلوقاتو باندې
10ټول مخلوقات به ستا ای څښتنه وکړي شکر ستااو ستا وفادار خلک به ووایي ثنا د ستا
11هغوی به خبرې وکړيستا د پاچاهۍ د جلال په هکلهاو بیانوي به ستا قدرت
12ترڅو خبر شي ټول خلک ستا له زورورو کارواو ستا د شاهۍ له شان شوکته څخه
13ابدي ده پاچاهي ستااو تل ترتله به پاچا یې تهخپلو وعدو ته وفادار دی څښتناو ټولو کارونو کې رحیم دی هغه
14کوي مرسته د هغو خلکو سرهچې په تکلیف کې ويلاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته
15ټولو ژوندیو موجوداتو د امید سترګې نیولې تاتهچې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې
16ته یې پرېمانه ورکوې هغوی تهاو پوره کوې غوښتنې د ټول ژوندي مخلوق
17ټولو کارونو کې عادل دی څښتناو ټولو کارونو کې رحیم دی هغه
18څښتن نژدې دی هغه چاته چې ورته کړي فریادهغه چاته چې په اخلاص ورته فریاد کوي
19پوره کوي غوښتنې د هغو چې وېره کړي له هغههغه یې اوري فریادونه او خلاصون ورکوي
20څوک چې کوي ورسره مینه نو ساتي یې هغهخو بدکاران به ټول تباه کړي هغه
21ثنا او صفت به زه د څښتن کومهټول مخلوقات دې تل صفت کړي د هغه د پاک نوم