Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1د څښتن ثنا او صفت وکړئووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
2ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغهزه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم
3په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئهېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي
4کله چې مړه شي هغوی، بېرته ورځي خاورو تهپه هغه ورځ به شي ب��باد ټولې نقشې د دوی
5بختور دی هغه څوک چې مددګار یې دی خدای د یعقوبچې یې امید په خپل څښتن خدای باندې وي
6چې دی خالق د اسمان، ځمکې او دریابونواو هرڅه چې دي هغو کېچې ولاړ وي همېشه خپلو وعدو باندې
7چې انصاف کوي د مظلومانو سرهاو وږو خلکو ته خواړه ورکويڅښتن بندیان ازادوي
8او بینا کوي ړاندهلاس ورکوي کړوپ شویو خلکو تهد نېکو خلکو سره مینه کوي
9هغه ساتنه کوي د پردو خلکوهغه پام کوي په کونډو او یتیمانو باندېخو خرابوي د بدکارانو پلانونه
10څښتن به کړي پاچاهي د تل دپارهای صهیونه، پاچاهي به کړي ستا خدایټولو نسلونو پورېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!