Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1د څښتن ثنا او صفت وکړئڅومره ښه ده چې خپل خدای دپاره ووایو سندرهڅومره خوشحالوونکې او صحیح دهچې صفت یې وکړو
2څښتن بیا آبادوي اورشلیمشړلي خلک د اسراییلوراولي بېرته خپل کور ته
3روغوي هغه مات زړونهاو ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې
4هغه ټاکلی دی د ستور�� شمېراو هر یوه ته یې خپل نوم ورکړی
5زمونږ څښتن دی لویاو ډېر زورور دی هغهبې اندازې ده د هغه پوهه
6پورته کوي څښتن عاجزان خلکخو بدکاران راغورځوي په ځمکه
7څښتن ته ووایئ د شکرګزارۍ سندرهوغږوئ ساز خپل خدای ته په رڅپرکی سره
8هغه په ورېځو پټوي اسمانرااوروي هغه باران په ځمکهاو شنه کوي واښه غونډیو باندې
9حیواناتو ته خوراک رسويورکوي خوراک چې کله وچغیږيد کارغانو بچي
10د هغه خوشحالي نه ده د اس قوت کېاو نه یې خوښي شته د انسان طاقت کې
11خو څښتن خوشحاله وي د هغو خلکو څخهچې کړي وېره له هغهاو څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه
12ای اورشلیمه، د څښتن ثنا او صفت وکړهای صهیونه، د خپل خدای ثنا او صفت وکړه
13ځکه قوي ساتي اړمونه ستا د ښار د دروازواو برکت ورکوي ستا اوسېدونکو ته
14ستا سرحدونه په امان کې ساتياو مړوي تا په ډېرو ښو غنمو باندې
15هغه امر کوي ځمکې تهاو څه چې وایي اجرا کیږي هغه زر
16وروي واوره لکه سپینو وړیو په شاناو خپروي پرخه لکه ایرې په شان
17هغه ږلۍ وروي لکه د کاڼو په شانڅوک ټینګېدلی نه شي د هغه یخنۍ ته
18د هغه په حکم ویلي کیږي یخرالېږي بادونه او جاري کیږي اوبه
19هغه یعقوب ته خپل پیغام ورکويیعنې اسراییلو ته خپل قوانین او احکام
20هغه بل قوم ته داسې نه دي کړيدوی نه پوهیږي د هغه په قوانینو باندېد څښتن ثنا او صفت وکړئ