Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه
2ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یېټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه»
3د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي!په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده
4چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسېد هغو خلکو به غمونه زیات شيد هغو خلکو قربانیو ک�� به نه شم شریکنه به یې نومونه د خدایانو واخلم
5ته زما دپاره هرڅه یې څښتنهزه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ماتهزما قسمت ستا په لاسونو کې دی
6تا ماته په برخه کې راکړي ښه ځایونه ديهېڅ په کې شک نشته چې ښایسته زما میراث دی
7ستایمه څښتن چې کوي ماته لارښوونهحتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه
8څښتن تل زما سره دی زه پوهېږمهغه موجود دی زما ښي لاس تهنو زه به نه غورځېږم
9نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومههم بدن مې دی په امن
10ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کېاو ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادمچې شي خراب
11راښایې ماته د ژوندون لارهډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سرهستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم